کونړ کې وروستیو ورښتونو په کیږدیو کې د مېشتو زلزله ځپلو ژوند لا ستونزمن کړی

منبع

کونړ کې وروستیو ورښتونو په کیږدیو کې د مېشتو زلزله ځپلو ژوند لا ستونزمن کړی

کونړ کې د سړې هوا له امله یو ماشوم مړ او د واورو د ورښت له امله د زلزله ځپلو لسګونه کېږدۍ نړېدلي دي.

دغه زلزله ځپلي وایي، کیږدیو کې ژوند ستونزمن دی او د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي. 

کونړ کې د وروستۍ زلزلې زیانمن، محمد الرحیم و ویل: «زما له کورنۍ مې پلار او د تره لور زلزله کې شهیدان شوي وو، پنځه کسان مو ټپیان وو، د زلزلې شپه ډېره سخته وه، په هغې شپه داسې حالات و چې ډېر خلک یې زیانمن کړل، هغه حالات مو اوس هم له ذهن نه وځي او اوس مو هم زړه درزېږي.»

کونړ کې د وروستۍ زلزلې بل زیانمن، داوو خان و ویل: «دې ورځو کې چې باران وشو، سخته یخني وه، نه ماشومان خوب کولی شي نه موږ خوب کولی شو، خېمې مو له خټو او اوبو ډکې دي، موږ ته د بېړنۍ سرپناه او کورونو ضرورت دی او باید راته برابر شي.»

بل لور ته د کونړ سیمه ییز مسوولین وایي، زلزله ځپلو ته یې د واورو او ورښتونو پرمهال بېړنۍ مرستې رسولي او هڅه کوي چې د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو پرمټ دایمي سرپناه هم ورته جوړه کړي.

کونړ کې طبیعي پېښو ته د چمتووالي او مبارزې ريیس، محمد مبین مفتون و ویل: «د وروستیو ورښتونو له امله د زلزله ځپلو زیات شمېر خېمې نړېدلې وې، د هغوی لپاره زموږ مرستندویه ډلې ساحې ته تللي و او خېمې مو بېرته درولي، کومې خېمې چې د کارونې وړ نه وې، نورې خېمې مو ورکړي، د نورګل ولسوالۍ د مزار درې يه شماش سیمه کې یو ماشوم د یخنۍ له امله مړ شوی و. د سرپناه لپاره چې د خلکو کومه غوښتنه ده د هغې لپاره ځانګړې کمېټې جوړې شوي، هغه کمېټې خپل فعالیت کوي، یو څه کورونه ګټې اخېستنې ته سپارل شوي او د نورو د جوړلو کار روان دی.»

نږدې پنځه میاشتې وړاندې کونړ مرګونې زلزلې ولړزاوه او نږدې دوه نیم زره کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې. 

دې وېجاړوونکې زلزلې کابو اووه زره استوګنیز کورونه، سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه، ښوونځي، مدرسې او روغتیایي مرکزونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ کړل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کونړ کې وروستیو ورښتونو په کیږدیو کې د مېشتو زلزله ځپلو ژوند لا ستونزمن کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*