
کونړ کې کانکېندونکي د چاودېدونکو توکو او ازادۍ بولۍ غوښتنه کوي
کونړ کې د ګران بیه ډبرو کانکېندونکي دغه ولایت ته د چاودېدونکو توکو د لېږد او د دغو ډبرو د ازادې داوطلبۍ غوښتنه کوي.
کانکېندونکي وایي، د کانکېندنې پر مهال د چاودېدونکو توکو نشتوالي د دوی کاري بهیر اغېزمن کړی.
پنځه څلوېښت کلن غلام الله چې د کونړ اوسېدونکی دی او له تیرو شلو کالو راهیسې په کان کیدنه کې یې لاسونه ستړي کړي وايي، د ژوند چاره یې پر همدې کانونو روانه ساتلې ده
کانکېندونکی، غلام الله وايي: « ځېنې کانونه پکې داسې هم راځي رقم رقم رنګونو رګونه پکې راوځي سور او سپین رنګ رګ چې وي، مونږ همدغه رګ پسې ورځو بیا همداسې هماغه ځای ته ځان رسوو کوم ځای کې چې قېمتي کاڼي پراته وي.»
کان کیندونکي او د ګران بیه ډبرو سوداګر وایي، د کانونو د کیندنې په برخه کې د چاودېدونکو توکو د لېږد ترڅنګ، د داوطلبۍ پر مهال د ازاد رقابت غوښتنه کوي.
دوی زیاتوي، که مسوولین یادو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي، نو دوی به وکولای شي د کانونو د استخراج بهیر چټک کړي، چې په پایله کې به د حکومت خزانې ته عواید هم زیات شي.
کان کېندونکی، زیور شاه هم وايي: « د اخراج لپاره په موادو کې ځېنې مواد دي، چې هغه تنامېټ وایي، هغه دلته بېخي نشته، څوک یې پرېږدي هم نه او حکومت وایي، که چا سره دا مواد ونیول شول؛ نو بیا پرې په کلونو بندي کېږي، دلته له فلزاتو یو ډول د اخراج مواد جوړېږي؛ هغه هم اوس ډېر ګران شوي چې یوه بوشکه پنځلس زره افغانیو تمامېږي، مونږ په دې برخه له سختو ستونزو سره مخ یو.»
سوداګر، عزت الله حقمل بیا وايي: « که چېرته حکومت د اخراج موادو لپاره اجازه ورکړي، هم به حکومت ته مالیه زیاته شي او نه به کان کیندونکو ته تاوان ورسېږي، باید په ازادانه ډول د کاڼو بولي وشي او بله دا چې د کاڼو په لېږد کې هم ستونزې شته، د ګمرک او مالیاتو په برخه اسانتیاوې رامنځته شي.»
بلخوا، د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، دا مهال د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې د ګران بیه ډبرو نږدې درې نیم سوه کانونو کیندنې روانې دي.
د دوی په خبره، تر قانوني جواز ترلاسه کولو وروسته به د کان کیندونکو ټولو شته ستونزو ته رسېدنه وشي.
د کونړ د کانونو او پټرولیم رییس، محمد شیرین بیا په دې اړه داسې وايي: « د اخراج لپاره چې چاودېدونکو توکو ته قراردادي شرکتونه یا حرفوي کان کیندونکي اړتیا لري، د هغې لپاره حکومت چوکاټ برابر کړی، مالونه او قراردادونه هم شته چې د دغو موادو لپاره له کورنیو چارو وزارت سره قرارداد لري، خو ستونزه دا ده چې په دغو دوو ولسوالیو کې چې کانونه شته تر اوسه قانوني بڼه نه لري، د دغو سروې شوې چې د سروې راپور راشي او دوی ته جوازونه ورکړل شي، نو له جواز وروسته د موادو په برخه کې د دوی ستونزې په بشپړ ډول حلېږي او بیا په اسانه ډول د کان کیندنې لپاره چاودېدونکي مواد راوړلی شي.»
د کونړ دکانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې په روان کې په دغه ولایت د ګران بیه ډبرو ۱۵ ازادې بولۍ شوي، چې د اسلامي امارت خزانې ته پکې نږدې ۱۴۰ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "کونړ کې کانکېندونکي د چاودېدونکو توکو او ازادۍ بولۍ غوښتنه کوي"