له پاکستانه راغلي کډوالو پنډغالی چې کابل ته را رسېدلي، دایمي سرپناه غواړي

Photo: Getty Images for Unsplash

د کابل په ۱۱مه ناحیه کې د کډوالو پنډغالی چې اوس پکې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي افغانان اوسېږي.

په دغو کورنیو کې هجرت‌الله چې اوس اوس له خپلې کورنۍ سره د کابل پنډغالي ته راغلی، خپلې ستونزې داسې بیانوي.

په پام کې ده چې هغه له خپلې کورنۍ سره کندز ولایت ته ولاړ شي.

افغان راستون شوی، هجرت الله وايي: «کندز ته روان یو، خو زموږ برخلیک معلوم نه دی چې هلته به څه کوو؟ د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په اړه هم اندېښمن یم، دا یوه بله ستونزه ده چې زه پرې فکر کوم.»

دغه کډوال چې له څلوېښتو نیولې تر پنځوسو کلونو پورې یې په پاکستان کې ژوند کړی، د سرپناه نشتوالی، د کاري فرصتونو کمښت او بې ‌وزلي خپلې بنسټيزې ستونزې یادوي.

نثار احمد، چې له ۴۵ کلونو وروسته هېواد ته راستون شوی، وايي: «موږ له ۴۵ کلونو وروسته د کندز د خان‌آباد ولسوالۍ ته روان یو. هلته نه ځمکه لرو او نه هم سرپناه.»

د یادونې وړ ده، چې دا مهال هره ورځ له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې کډوال دغه پنډغالي ته راځي.
 

د بابه جان لوا د پنډغالي مسوولان هم  راستنو شوو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.

د بابه جان لوا پنډغالي د امنیتي چارو مسوول، ابولیث وویل: «په دې کمپ کې تدابیر نیول شوي دي. موږ ورته خیمې او کمپلې ورکوو. ډوډۍ هم ورته چمتو کوو او سربېره پر دې، په کمپ کې روغتیایي برخه هم شته چې نارینه او ښځینه ډاکتران پکې حاضر دي.»

له دې سره هممهاله، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو  دعالي کمېشنرۍ (UNHCR) شمېرې ښيي چې یوازې په اپرېل میاشت کې له پاکستان او ایرانه تر ۲۸۰ زرو زیات افغانان را اېستل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستانه راغلي کډوالو پنډغالی چې کابل ته را رسېدلي، دایمي سرپناه غواړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*