
هرات کې له ۵ کلونو وروسته یو ځل بیا د ګلف لوبې پیل شوې
په هرات کې د ګلف فدراسیون له پنځو کلونو وروسته یو ځل بیا فعالیت پیل کړ او د ګلف لوبډلو هم خپل تمرینونه بېرته پیل کړي دي.
د هرات د ګلف فدراسیون مسوول، شکیب حیاتي و ویل: «پریکړه مو وکړه چې په هرات کې د ګلف لوبې بیا پیلولو سره یو تاریخي ګام واخلو. باید د ګلف سیالۍ ترسره شي او د لوبو په پای کې جایزې هم ورکول کیږي.»
د هرات د ګلف لوبډله شپږ غړي لري چې ډېری یې د هېواد د ملي لوبډلې غړي دي.
له نږدې پنځو کلونو بېبرخلیکۍ وروسته، دا ورزشکاران غواړي چې له هېواده بهر سیالیو کې د ګډون فرصت ورته برابر شي.
د ګلف ملي لوبډلې غړي، جاوېد قاضيزاده و ویل: «موږ معیاري لوبغالی نه لرو، خو له شته محدودو امکاناتو سره سره، د خپلې مینې او شوق له امله په اوونۍ کې دوه ورځې دلته تمرین کوو. هیله لرو چې فرصت برابر شي څو په معیاري لوبغالو کې خپل توان وازمایو او په سیالیو کې برخه واخلو.»
د ګلف ملي لوبډلې غړي، فرمان فردوسي و ویل: «که د ګلف لوبې ته پاملرنه وشي، موږ به خلک ناهیلي نه کړو. غواړو لکه د فوټبال او کرېکټ، زموږ لوبې ته هم پام وشي څو وکولای شو په نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړو.»
ګلف د هرات د اوسېدونکو لپاره یوه نوې لوبه ده او دوی د دې ورزش د ودې غوښتنه کوي.
د هرات اوسېدونکي، شمیل احمد مشعل و ویل: «دا لومړی ځل دی چې ګلف له نږدې وینم. په دې ورزش کې مې چې کوم استعدادونه ولیدل، هیله لرم لکه نورو ورزشونو، دې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي څو د ګلف لوبغاړي هم په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان لپاره ویاړونه ترلاسه کړي.»
دا مهال ګلف لوبې یوازې په هرات، کابل او بامیان ولایتونو کې کیږي، خو لوبغاړي یې غواړي چې دا لوبه دې د هېواد ټولو سیمو ته وغځول شي.
د ګلف لوبه له څه باندې اتیا کلونو راهیسې په افغانستان کې دود شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې له ۵ کلونو وروسته یو ځل بیا د ګلف لوبې پیل شوې"