یونیسف: له ۳.۵ میلیونو زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

1
2

یونیسف: له ۳.۵ میلیونو زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

یونیسف وایي په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۳،۵ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په یوه داسې هېواد کې چې له نیمایي زیات وګړي یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، خوارځواکي یوازې یوه روغتیایي ستونزه نه ده، بلکې د راتلونکي نسل لپاره یو مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.
 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې له دې منځه څه باندې۱.۴ میلیونه یې په حادې خوارځواکۍ اخته دي.

  په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې برخې مسوول، امیرحسین یارپرور وايي: د تغذیې د معلوماتي سیسټم معلومات ښيي چې له ۲۸ زرو زیات هغه ماشومان چې له شدیدې خوارځواکي سره مخ دي، روغتونونو کې بسترېږي؛ دا ماشومان له شپږو میاشتو کم عمر لري، او ۳۰ سلنې په هغه عمر کې دي چې یوازینی مناسب خواړه یې د مور شیدې دي. له همدې امله، د مور د شیدو په کارولو سره کولای شو له خوارځواکي څخه مخنیوی وکړو.

د عامې روغتیا وزارت د مور د شېدو مهم رول ته په اشارې سره وایي، چې تر شپږو میاشتو پورې یوازې د مور په شیدو تغذیه کولای شي د نويو زیږیدلو ماشومانو د مړینې کچه تر ۵۰ سلنې راکمه کړي.

 د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس، حیدرخان حیدر په دې تړاو وايي: وزارت اقتصاد، تجارت او وزارت مالیه باندې مې دا غږ دی چې له زیاتو تبلیغاتو مخنیوی وکړو. د مور د شېدو پر ځای دې له نورو شیدو کار وانخیستل شي. که په دې کې نور ارګانونه مرسته وکړي نو موږ به یوه سالمه ټولنه رامنځته کړو.

 د عامې روغتیا وزارت د تغذیې عمومي ریاست رییس، حکمت الله معصومي هم وايي: د دوو میلیونو شاوخو تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان په حاد او متوسطې خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه. د ۹ سوه زره هغو مېندو درملنه چې په حاده خوارځواکۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، تر اوسه پر حادې او منځنۍ خوارځواکۍ د اخته څه باندې دوو میلیون کسانو درملنه شوې ده. له ایران او پاکستانه د کډوالو د راستنیدو په زیاتېدو سره، د روغتیایي او تغذیه ‌يي خدمتونو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده. 

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو معین، عبدالولي حقاني خپل نظر داسې څرګندوي: د مور شېدې د ماشوم بنسټیز حق دی چې باید له زیږون سره سم ورکړ شي. له دې سره سره د مور شېدې ورکړه د مور او ماشوم ترمنځ داسې په زړه پورې اړیکه جوړوي چې د هیڅ مصنوعي تغذیې له لارې ترلاسه کېدای نه شي.

په یوه داسې هیواد کې چې هر کال زرګونه ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، سالمه تغذیه، په تېره بیا د ژوند په لومړیو پنځو کلونو کې، نه یوازې یوه اساسي اړتیا ده، بلکې یو ژغورونکی اقدام دی.
د نړیوالو بنسټونو، حکومت، رسنیو او مدني ټولنې همکاري د افغانستان د یوه جدي بشري ناورین د کابو کولو په برخه کې ټاکونکی رول لوبولای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یونیسف: له ۳.۵ میلیونو زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*