“۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین راتلونکې اونۍ بېرته پېلېږي”؛ خو ولې ځنډول شوی؟

Loading

ارشیف تصویر

په افغانستان کې د ا.ا. حکومت ځینو سر چینو بي‌بي‌سي پښتو پاڼې ته ویلي، په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد ځنډول شوی واکسین راتلونکې اونۍ (ښايي‌ دوشنبه) بېرته پيل شي.

ټاکل شوې وه د سپټمبر په دویمه اوونۍ کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي، خو بي‌بي‌سي‌ ته مالومه شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ا.ا.حکومت ترمنځ‌ د واکسین کمپاین د “بڼې پر سر له اختلافونو” وروسته دغه بهیر ځنډول شوی دی.

د پلان له مخې د روانې میلادي میاشتې کمپاین په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان،‌ کندهار، هلمند،‌ زابل، روزګان، غزني،‌ پکتیا،‌ پکتیکا،‌ خوست، کابل او فراه ولایتونو پیلېده چې لږ تر لږه اتو میلیونو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین ورکړل شي.

اختلاف پر څه دی؟

ارشیف تصویر

د ا.ا.حکومت په روغتیا وزارت کې د پولیو کمپاین د برخې مشر ډاکټر عبدالقدوس بریالي بي‌بي‌سي‌ ته ومنله چې د “مایکرو پلان” په نامه د دوی د نوي پروګرام پر سر له اختلاف وروسته د واکسین بهیر ځڼدول شوی دی.

د ښاغلي بریالي په وینا، د دغه پلان له مخې دوی غواړي “په هره ولسوالۍ کې د واکسیناتورانو شمېر ډېر کړي” خو د ده په ټکو د روغتیا نړیوال سازمان ورسره همغږی نه دی او له همدې امله اوس د “دوه اونیو لپاره واکسین ځنډېدلی دی.”

‌نوموړی زیاتوي، اوس په ولسوالیو او ښارونو کې د واکسین د رضاکارانو شمېر لږ دی او د ده په وینا “هر ماشوم ته واکسین نه شي رسولی.”

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین چارې د روغتیانړیوال سازمان مخ ته وړي. د روغتیا په نړیوال سازمان کې د ګوزڼ د له منځه وړلو برخې بي‌بي‌سي ته وویل،‌ په افغانستان کې د ا.ا. چارواکو له “ارادې” خبر دي چې د دوی په وینا غواړي په دغه هېواد کې هر ماشوم ته د واکسین د رسولو پروګرام “څرنګوالی ښه شي.”

خو د طالب چارواکو د دې غوښتنې په اړه چې د واکسیناتورانو شمېر دې ډېر کړي، څه نه وايي.

دغه سازمان زیاتوي، “د روغتیا وزارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي او هر څومره ژر چې کېږي، د راتلونکي واکسین کمپاین پیل لپاره نېټه وټاکي.”

“کور په کور واکسین شته”

ارشیف تصویر

له ښاغلي بریالي مو وپوښتل چې ایا کور په کور د واکسین بهیر بند شوی او که به لا هم کېږي، نوموړي‌ وویل، “کور په کور واکسین شته.”

د ا.ا.حکومت له څوکلن بندیز وروسته، د روان کال جولای کې د کندهار په ګډون سویلي ولایتونو کې کور پر کور واکسین ته اجازه ورکړل شوې وه.

خو سیمه کې باوري سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، د ا.ا.د حکومت سیمه ییزو چارواکو د تېرې اګست میاشتې پر ۱۰ نېټه، د ګوزڼ ضد کمپاین د پیل پر ورځ واکسیناتورانو ته ویلي وو چې کور پر کور له ګرځېدو ډډه وکړي‌ او د پخوا په څېر په جوماتونو او عامه ځایونو کې دي وکړي.

ځینې ډاکټران په جنوبي‌ ولایتونو په ځانګړي ډول کندهار کې د ګوزڼ پېښو د ډېرېدو یو مهم لامل د کور په کور واکسین نه کېدل یادوي.

په کلیوالو سیمو کې د ښځینه مبلغینو او ښځینه واکسیناتورانو نشتوالی او کموالی یو بل خنډ دی چې په ځینو سیمو کې کورنۍ نه غواړي “نامحرم کس” د دوی دروازه ور وټکوي.

بي‌بي‌سي‌ ته د ا.ا. په روغتیا وزات کې سرچینو تائید کړې چې په افغانستان کې د ګوزڼ د مثبتو پیښو شمېر ۱۹ ته لوړ شوی دی.

په یادو شویو پېښو کې ۱۱ مثبتې یې په یوازې کندهار کې ثبت شوې دي.‌ په ۲۰۲۲ کې د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د مثبت پېښو شمېر دوه وو او په ۲۰۲۳ کې دا شمېر شپږو ته لوړ شوی و.

که هر څومره د پولیو واکسین په تطبیق کې ځنډ راوړل کېږي او په مسلسل ډول ماشومانو ته نه رسول کېږي، په همغه اندازه ډاکټران وېره لري چې ښايي د مثبتو پېښو شمېر لا پسې ډېر شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "“۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین راتلونکې اونۍ بېرته پېلېږي”؛ خو ولې ځنډول شوی؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*