کندهار کې څه باندې ۱۷۷ زره جريبه ځمکه دولتي تثبيت شوې

Photo: Jeffrey W.

د کندهار سیمه ییز مسوولين وایي، د تېر کال راهيسې يې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱۲ زره جريبه ځمکه ارزولې، چې څه باندې ۱۷۷ زره جريبه يې دولتي تثبیت شوې او له ۱۹ زره جريبه زيات له غصبه خلاصه شوې ده.

مسوولين زیاتوي چې له غصبه د خلاصېدونکو ځمکو به د بېلابېلو موخو لپاره ګټه واخستل شي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مرستيال، شمس الرحمن موسی و ویل: «تېر ۱۴۰۳ هجري شمسي کال کې د غصب د مخنیوي کمیسیون تخنیکي پلاوي له لوري په ټول ولایت کې د ۴۱۲ زره جریبه ځمکې ارزونه شوې چې څه باندې ۱۷۷ زره جریبه یې دولتي تثبیت شوې.»

هېوادوال بيا له اسلامي امارته غواړي، چې له غصبه خلاصې شوې ځمکې د کډوالو د سرپنا ترڅنګ د عمرانی چارو لپاره ځانګړې کړي.

کندهار کې راستون شوي، نور محمد و ویل: «له طالبانو غواړو چې موږ ته یو ځای ځانګړی کړي، یوه خېمه یا سرپناه راته مالومه کړي چې موږ پکې ګذاره وکړو.»

بل راستون شوي، صديق الله و ویل: «له حکومته غواړو چې ځمکې راکړي، نه ځمکه لرو او نه د اوسېدو ځای لرو.»

د اسلامي امارت د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون ویلي، ټاکل شوې په راتلونکي کې د سرپرست حکومت په اډانه کې د “اراضۍ او غصب شویو ځمکو راګرځولو” په نوم نوی وزارت هم په کار پیل وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې څه باندې ۱۷۷ زره جريبه ځمکه دولتي تثبيت شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*