اروپايي ټولنه او بريتانيا د آيرلنډ پر سر موافقې ته ورسېدل

اروپايي ټولنه او بريتانيا د آيرلنډ پر سر موافقې ته ورسېدل
اروپايي ټولنه او بريتانيا د آيرلنډ پر سر موافقې ته ورسېدل

بریتانیا او اروپايي ټولنه له څو میاشتو ناندریو وروسته د شمالي آیرلنډ د ګمرکې مرز پر سر د برګزيت وروسته موافقې ته ورسیدل.د دې تړون له مخې به سوداګریزې موانع د آیرلنډ له سوداګریز سرحد څخه لېري شي.

د بریتانیا د لومړي وزیر او د اروپایي اتحادېې کمېسیون مشرې د هوکړې پر بنسټ، د شمالي آیرلنډ له پولو څخه باید د سوداګرۍ خنډونه لیرې شي.

له اروپايي ټولني څخه د انګلستان له وتلو (برګزيت) راهیسې، د شمالي آیرلنډ د پروتوکول پر سر د یوشمیر مادو په اړه شخړو د دواړو خواو ترمینځ دوام درلود چې اوس داسې ښکاري حل کیږي.

د آلمان خبري آژانس د خبر له مخې د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک د فبرورۍ پر ۲۷مه نېټه په لندن کې د اروپايي کمېسيون له مشرې اورزولا فون دير لاين سره تر ليدنې او خبرو اترو وروسته اعلان وکړ چې دواړه خواوې د يوې حل لارې په اړه موافقې ته رسېدلي دي تر څو شخړه پای ته ورسیږې.

شخړه د شمالي آیرلنډ او اروپايي ټولنې د ګډ بازار ترمنځ د سوداګرۍ له پاره په پورته ذکر شوي پروتوکول کې د ځانګړو ګمرکي مقرراتو پر سر وه.

شمالي آیرلنډ د انګلستان او د اروپايي ټولني د آزادې سوداګرۍ د سیمې ترمنځ یوازینۍ ځمکنۍ پوله ده. دا چې شمالي آیرلنډ د انګلستان برخه او د آیرلنډ سره پوله لري کوم چې په جنوب کې یو خپلواک هیواد او د اتحادیې غړی دی.

د لندن او بروکسل په اړیکو کې یو نوی فصل

د بریتانیا لومړي وزیر د شمالي آیرلنډ په اړه د برګزيت وروسته شرایطو په اړه له اروپايي ټولني سره موافقه د لندن او بروکسل ترمینځ اړیکو کې د نوي فصل په توګه یاده کړه.

سوناک له فونديرلاین سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې خبرې اترې تل اسانه نه وې، خو بریتانیا او اروپايي ټولنه سوداګریز شریکان، متحدین او ملګري دي.

د سوناک په وینا، د نن ورځې په موافقه کې، د انګلستان او شمالي ایرلنډ ترمنځ د توکو د تبادلې له پاره د اروپايي ټولني مطلوب کنټرولونه به خورا کم شي.

د دې موافقې له مخې به د بریتانیا او شمالي ایرلنډ ترمنځ د سمندري پولو رسمول رد شي. شمالي آیرلنډ ته د وارداتو له پاره شنه لار او له هغې څخه اروپايي ټولني ته د صادراتو له پاره سره لاره هم د سوداګرۍ اسانتیا تضمین کول دي.

فونديرلاين خبريالانو ته وويل، کومه موافقه چې لاسليک شوې ده، موخه يې د اروپايي ټولنې د داخلي بازار د ساتنې په ګډون د اروپايي ټولنې د مهمو غوښتنو پوره کول دي.

آرشیف: په لندن کي د ټولپوښتني د وخت یو انځور
آرشیف: په لندن کي د ټولپوښتني د وخت یو انځور

د بريتانيا په پارلمان کې پر دغه تړون بحث وشوو

لکه څنګه چې سوناک اعلان وکړ، د بریتانیا پارلمان حق لري چې د شمالي آیرلنډ پروتوکول کې د منل شویو بدلونونو په اړه تبصره وکړي، او په مناسب وخت کې به پر دې موضوع رایه ورکړل شي.

تر دې مخکې، د بریتانیا د واکمن ګوند یوشمیر محافظه کارانو او په شمالي آیرلنډ کې د برګزیټ پلویانو سوناک ته خبرداری ورکړی وو چې د اروپایی اتحادیې پر وړاندې کښته موقف غوره نه کړې.

د شمالي ایرلنډ تړون له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو د تړون یوه برخه ده، چې له ډېرو هڅو وروسته د ۲۰۲۰م کال له جنورۍ راهیسې عملي شوې ده.

په بريتانيا کې ټول پوښتنه چې د برګزيت لامل شوه شاوخوا اوه کاله مخکې ترسره شوه چې پکې له اروپايي ټولنې د وتلو پلويانو لږ اکثريت درلود.

د ځینو نظرپوښتنو له مخې، په وروستیو کلونو کې، د برګزيت د مخالفینو وزن یو څه دروند شوی دی، سره له دې چې اروپايي ټولني ته د انګلستان بیرته راستنیدل خورا ناشونې ښکاري او ملاتړي یې لا هم په سیاسي ډګر کې مهم رول لوبوي.

د انګلستان پخواني لومړی وزیر بوریس جانسن، چې د برګزیټ مخکښ ملاتړ مشر وو لاهم واک ته د بیرته راستنیدو په اړه فکر کوي، او د کلین برګزیټ مدافع او نوښتګر په توګه، هغه کولای شي په راتلونکو سیالیو کې د سوناک موقف له خطر سره مخامخ کړي.

په داسې حال کي چې ځینې شنونکي په دې باور دي چې د بریتانیا لومړی وزیر غواړي چې ژر تر ژره د برګزیټ شخړه حل کړي او خپل وخت د هیواد د خراب روغتیايي سیسټم او ناروغ اقتصاد په ژغورلو مصرف کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اروپايي ټولنه او بريتانيا د آيرلنډ پر سر موافقې ته ورسېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*