«اروپا به سږکال یو سخت وچ دوبی ولري»

«اروپا به سږکال یو سخت وچ دوبی ولري»
«اروپا به سږکال یو سخت وچ دوبی ولري»

د آلمان د کیل پوهنتون د چاپېریال ساتنې یو محقق خبرداری ورکړی دی چې اروپا به سږکال يو ډېر سخت وچ دوبی ولري. دغه وچوالی به تر ټولو ډېر په فرانسه او د ايټالیا په شمال کې وي. روان ژمی تر اوسه د اروپا تر ټولو وچ ژمی دی.

د آلمان په کیل پوهنتون کې د چاپيریال ساتنې محقق، مجیب لطیف، دویچلند فونک راډيو ته ويلي دي چې يوازې په مارچ او اپریل میاشتو کې بې وقفې وروښتونه کولی شي د دوبي په موسم کې د وچکالۍ مخنیوی وکړي.

هغه وايي له دې پرته، د ځنګلونو د اور اخیستنې لوړ خطر موجود دی او د کرهڼې په سکتور کې به هم د حاصلاتو کچه ټېټه وي.

لطیف همدارنګه د انرژۍ له یو بحران څخه هم خبرداری ورکوي، ځکه چې د دوبي په موسم کې د فرانسې اتومي تاسیسات د اوبو د کمښت په دليل خپل فعالیتونه یا تر ډيره حده ټيټوي او یا ېې په بشپړه توګه متوقف کوي.

دغه محقق وړاندیز کوي تر څو د ځمکې کرې له ګرمېدو سره د مقابلې له پاره یوه نړیواله انګیرنه رامنځ ته شي. هغه ټینګار کوي چې د ځمکې د تودوښت مخنيوی یوازې په نړیواله سطحه د ګلخانه يي ګازونو د کمولو په صورت کې ممکن دی.

لطیف د فرانسې او د ايټالیا په شمال کې اوسنی وضعیت د آلمان له پاره د یوې طرحې په توګه توصیف کړ چې د وچکالۍ د ادامې په صورت کې آلمان هم ګواښي.

د آلمان د هواپېژندنې ادارې د رپوټ پر اساس، په دغه هیواد کې د ژمي میاشتې ډېرې وچې وې چې له کبله ېې د پر له پسې دولسم ځل له پاره یو ګرم کال ثبت شو.

په فرانسه کې د روان میلادي کال له پېل راهیسې له ۳۰ ورځو ډير په پر له پسې توګه هيڅ باران نه دی شوی. په ايټالیا، سويس او د اتریش په ځينو برخو کې هم د پراخې وچکالۍ ګواښ موجود دی.

د لګام بینت د چاپېریال ساتنې سازمان وايي چې په آلپ غرونو کې د تېرو میاشتو په جریان کې د تېرو کلونو په پرتله په اوسط ډول ۵۳ سلنه لږ واوره ورېدلې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "«اروپا به سږکال یو سخت وچ دوبی ولري»"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*