افغانستان ته د بشري مرستې د لېږد لپاره د ترکیې د ولسمشر حکم

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هېواد د رېل پټلۍ ادارې ته حکم کړی چې، د ترکیې بشري مرستې د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته واستوي.

د ځينو ترکي رسنیو د راپور پر بنسټ، دغه هېواد پرېکړه کړې چې، د روان کال د ډسمبر تر ۳۱مې د ترکیې – ایران – ترکمنستان له لارې افغانستان ته خپلې بشري مرستې ولېږي.

د راپورونو پر بنسټ، د ترکیې د ولسمشر فرمان د دغه هېواد په رسمي ورځپاڼو کې خپور شوی او د ترکیې د رېل پټلۍ عمومي اداره یې پر عملي کولو موظفه شوې ده.

بل خوا د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له افغانستان سره د ترکیې مرستې اغېزناکې ګڼي او د کابل او انقرې اړیکې د پراختیا په حال کې بولي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وايي:«د ترکیې دولت مرستې کولای شي د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي او له نېکه مرغه د دواړو هېوادونو اړیکې، هره ورځ د پراختیا او پرمختیا په حال کې دي.»

ورته مهال، په پلازمېنه کې ځينې بې‌وزله کورنۍ له مسوولانو غواړي، له هغو کسانو سره چې، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، مرسته وکړي.

۵۸ کلن یونس چې، د خپلې څلور کسیزې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په لاسګاډي کار کوي وايي:«دولت باید موږ ته د کار زمینه برابره کړي او له موږ سره مرسته وکړي، له دولت زموږ همدا غوښتنه ده.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو ځیني شنونکي له افغانانو سره بهرنۍ مرستې په لنډ مهال کې د بې‌وزلۍ په راکمولو کې اغېزناکې ګڼي؛ خو ټینګار کوي چې دغه مرستې باید په بېخ‌بنایي او تشبث رامنځته کوونکو پروژو ولګول شي.

د اقتصادي چارو شنوونکی شاکر یعقوبي طلوع‌نیوز ته وايي:«هغه مرستې چې کېږي، لنډمهالې مرستې دي په اوږدمهال کې نه‌شي کولای چې، اقتصاد ته ګټورې وي، یوازې په لنډه موده کې کولای شي د بې‌وزلۍ کړکېچ کم کړي.»

د اقتصادي چارو بل شنوونکی عبدالظهور مدبر هم څرګندوي:«هر کله چې بهرنۍ مرستې د استهلاک او لګښت مسئلې ته ځانګړې شي، پر بې‌وزلۍ اغېز نه‌لري. نو اړتیا ده چې د استهلاکي او مصرفي مسئلې ترڅنګ، پر تولیدي اقتصاد هم ټينګار وشي.» 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل نوي راپور کې ویلي چې، د روان کال له مۍ تر اکتوبر میاشتې به په افغانستان کې ۱۲٫۴  مېلیونه وګړي له خوراکي نا امنۍ سره مخ شي. د دغه سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳٫۷ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان ته د بشري مرستې د لېږد لپاره د ترکیې د ولسمشر حکم"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*