افغانستان له بانکونو څخه د مشتریانو د پیسو ایستلو اندازه زیاته کړه

حکومت له بانکونو څخه د مشتریانو د پیسو ایستلو اندازه زیاته کړه
حکومت له بانکونو څخه د مشتریانو د پیسو ایستلو اندازه زیاته کړه

د افغانستان بانک ویلي چې انفرادي حساب لرونکي کولی شي تر دې وروسته په اونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر چې (۵۰زره افغانۍ) کیږي له خپلو بانکي حسابونو څخه وباسي.

دغه بانک د دوشنبې په ورځ اپرېل درېیمه (وري ۱۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بانکونو مشتریان همدارنګه کولی شي په میاشت کې یو ځل ۲۰۰۰ امریکايي ډالر چې (۲۰۰زره افغانۍ)کیږي له خپلو حسابونو څخه تر لاسه کړي.

تر دې مخکې د افغانستان بانکونو کې د انفرادي حسابونو لرونکو اجازه نه لرل چې په اونۍ کې تر ۴۰۰ او په میاشت کې تر ۱۲۰۰ امریکايي ډالرو زیاتې پیسې له خپلو حسابونو څخه وباسي.

د افغانستان بانک په وینا دغه پرېکړه” د پېرېدونکو د امانتونو د ورکړې په بهیر کې د اسانتیاو رامنځته کولو، د هیوادوالو مالي ستونزو ته د رسیدنې او د بانکې نظام چارو د لاښه سمون په موخه” تر سره شوې ده.

دغه بانک همدارنګه زیاته کړې: “د شرکتي حسابونو لپاره ۵۰ سلنه ټاکل شوې،چې په میاشت کې حد اکثر د ۴۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه زیات نشي، تر دې وړاندې حد اکثر ۲۵۰۰۰ امریکايي ډالر و.”

د افغانستان بانک په دغه بیان کې همدارنګه ویلي هغه کسان چې پخپلو حسابونو کې د ۱۴۰۰ کال د عقرب میاشتې له ۱۲ نېټې څخه وروسته خپلې پیسې په بانکونو کې جمعه کړي او یایې له دې وروسته جمعه کوي، هر وخت کولای شي خپلې ټولې پیسې وباسي او یا یې هم بل حساب ته انتقال کړي.

په افغانستان کې بانکي نظام تر سیاسي تحولاتو وروسته بیا هم لکه څنګه چې لازمه ده عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی.ویل کیږي چې په دغه هیواد کې بانکونه اوس هم په داخل او بهر کې د معاملاتو پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په یوره راپور کې په افغانستان کې د بانکونو د فعال ساتلو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې اقتصادي بحران وروسته تر هغه زیات شو چې د امریکا متحده ایالاتو د دغه هیواد شاوخوا ۱۰ میلیارده پانګه کنګل کړل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان له بانکونو څخه د مشتریانو د پیسو ایستلو اندازه زیاته کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*