افغانستان کې د نجونو د ګډون پرته د کانکور ازموینې بهیر پیل شو

د ا.ا د حکومت د ازموینو ملي اداره وايي چې د پنجشنبې په ورځ جون شپږم (جوزا ۱۷) د هرات په ولایت کې ددغې ادارې او د هرات د ولایتي چارواکو په حضور کې په افغانستان کې پوهنتونونو ته د لارې موندلو لپاره د کانکور د ازموینې لړۍ پیل شوه.

د ازموینو ملي ادارې ویلي چې سږکال به بیا هم د کانکور ازموینه په پنځه پړاونو کې واخیستل شي چې په لومړي پړاو کې دا ازموینه د هرات ولایت په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د جوزا د میاشتې په ۱۷ د دریو ورځو لپاره اخیستل کیږي.

ټاکل شوې چې د کانکور د ازموینې په لومړي پړاو کې به د میدان وردک، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیکا، پکتیا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونو کې د دولسم ټولګي له فارغانو ازموینه واخیستل شي.

د کانکورازموینې د ادارې د معلوماتو له مخې کابل ولایت کې به د کانکور ازموینه په دوییم پړاو واخیستل شي او هم د تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، ارزگان، بغلان، دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې ازموینې به په درییم پړاو کې واخیستل شي.

ددغې ادارې د معلوماتو پراساس په څلورم پړاو کې به د ننګرهار، خوست، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې دا ازموینه واخیستل شي او په وروستي پړاو کې به متفرقه ازموینه به واخیستل شي چې له هیواد څخه بهر د زده کوونکو د ازموینې لپاره ځانګړې شوې ده.

د درېیم پرله پسې کال لپاره ازموینه کې د نجونو په ګډون د بندیز دوام

دا درییم پرله پسې کال دی چې افغانستان کې د کانکور په ازموینه کې نجونې او ښځې ګډون نه کوي. ا.ا حکومت د منځنۍ او ثانوي دورې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلي دي او هم شاوخوا د یو نیم کال راهیسې د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو دروازې د نجونو او ښځو پرمخ تړلي دي.

تر اوسه د ا.ا حکومت دا نه دي ویلي چې په دې ازموینو کې به نجونې او ښځې ګډون وکړی شي او که نه، خو د ا.ا د حکومت د کانکور د ازموینې ملي ادارې رئیس عبدالباقي حقاني د مۍ د میاشتې په ۲۳ ( جوزا درېیم) کابل کې خبریالانو ته وویل چې ددې ادارې مسوولیت یوازې د ازموینې اخیستل دي او دا چې کومه اداره له چا ازموینه اخلي د هغې ادارې پورې اړه لري.

هغه وویل: “ډیر مسایل دي چې د پوهنې وزارت پورې تړاو لري او اکثره مسایل د لوړو زده کړو وزارت پورې مربوط کیږي، هرکله چې د فورمو ترتیب او کړنلار یې بشپړه شي او کله چې د ازموینو ملي ادارې ته مراجعه وکړي، مونږ له هغوی ازموینه اخلو، دا مسایل د ادارو پورې مربوط دي، د هغو ادارو د پالیسو پورې تړاو لري ددغسې مسایلو په اړه ښه به وي چې له هغوي پوښتنه وشي”.

د ا.ا د حکومت د کانکور د ازموینې ملي ادارې د ۱۴۰۳ کال د کانکور د داوطلبانو د شمیر په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو دغې ادارې ویلي چې په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۱۲ ټولګیو ۸۴۲۳۴ فارغانود پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ته د لارې موندلو لپاره د کانکور په ازموینو کې ګډون کړی وو، چې ددې ډلې څځه ۴۴۳۳۶ تنه بریالي شوي وو.

د کانکور ملي ادارې ویلي چې د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره د بایومټریک سیستم په واسطه باندې نوم لیکنه کیږي چې ورسره دا ډاډ ترلاسه شوی چې هیڅوک په دې ازموینه کې د اصلي داوطلب پر ځای ګډون وکړي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*