‘افغانستان کې نژدې نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري، په تشه ګېډه ویدېږي’

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره وايي دغه هېواد د نفوس شاوخوا نیمايي وګړي په تشه ګېډه ویده کېږي او کافي خواړه نه لري. شاوې لي بریتانیا ته راغلې او دلته د پارلمان له غړو سره یې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د خبرداریو لړ کې د خوړو نړیوالو پروګرام مشرې ویلي دغه هېواد کې د نفوس شاوخوا نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري.

شاوې لي لندن کې له “سکای نیوز” تلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته کاري فرصتونه هم کم شوي دي:

“هره ورځ افغانستان کې شل میلیونه کسان کافي خواړه نه لري او په تش نس ویده کېږي. څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته. د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان د اقتصاد بنیاد نړېدلی. له درو کلونو راهیسې وچکالي هم ده. د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي. د اګست له ۲۱مې را پدېخوا د کار فرصتونه هم نشته چې لا له وړاندې د کوویډ ناروغۍ له امله زیانمن شوي وو”.

نوموړې پر خپل ټویټر پاڼه یو لنډ ویډیويي کلیپ هم خپور کړی او په کې یې ویلي چې افغانستان لپاره د مرستې په موخه یې د بریتانیا د پارلمان له ځینو غړو سره هم کتلي دي.

“زه له کابله دلته لندن ته راغلې یم او د پارلمان له ځینو غړو سره مې وکتل، دوی په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په خلاص مټ مرسته کړې ده. زه دلته راغلې یم چې له دوی سره د خپلو سترګو لیدلی حال شریک کړم. چې خلک دلته بریتانیا کې دا کیسې واوري او له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي”.

د خوړو نړیوالو پروګرام یو له هغو نړیوالو بنسټونو دی چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان کې پراخ فعالیت او د نړیوالو د مرستو یوه لویه برخه تر اړمنو رسوي.

ښځه

منبع

لومړی نظر وکړئ on "‘افغانستان کې نژدې نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري، په تشه ګېډه ویدېږي’"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*