افغانستان کې چاودېدونکي توکي “هره میاشت ۵۵ کسانو” ته مرګ‌ژوبله اړوي

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په نژدې ۳۰۰ ولسوالیو کې د چاودېدونکو توکو ګواښ شته، چې هره میاشت لږ تر لږه ۵۵ کسانو ته مرګژوبله اړوي.

د دغسې پېښو ډېر قربانیان ماشومان دي.

تر ډېره هغه سیمې چې لا هم د ناچاوده توکو ګواښ پکې شته د تېرو څه باندې دوو لسیزو په جګړه کې ککړه شوې ده.

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د ماينونو خطر؛ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته لا هم ولس ګواښي.

افغانستان د نړۍ په کچ د چاودېدونکو توکو له لوړ خطر سره مخ هېواد دی. ماینونو او ناچاوده توکو له شاوخوا څلور نیمو لسیزو راهیسې دغه هېواد کې پراخه مرګ‌ژوبله اړولې او لا هم نږدې درې نیم میلیونه خلک پکې د ماینونو له خطر سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي د افغانستان شاوخوا ۳۰۰ ولسوالیو کې ۱۲۰۰ کيلومتره مربع ځمکې لا هم په معلومو ځمکنیو ماینونو او د جګړې له مهاله په پاتې چاودېدونکو توکو لړلې. په ځینو سیمو کې خلک ورسره ان په یوه کیلومتر واټن کې ژوند کوي.

دا خطر په ورځني ډول ورڅېرمه پراته ملکي خلک، په تېره بیا هغه ماشومان اغېزمنوي چې په دغو سیمو کې لوبې کوي، څاروي څروي یا کباړ را ټولوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هره میاشت شاوخوا ۵۵ کسان چې په څلورو کې له درې برخو ډېر يې ماشومان دي له همدې امله مړه او ټپيانېږي او همدا په افغانستان کې د معلولیت یو مهم لامل هم دی.

په تېر ۲۰۲۴ کال چاودېدونکو توکو افغانستان کې له شپږو سوو ډېر ملکي وګړي مړه یا ټپيان کړي دي.

ملګرو ملتونو وړم کال هم په چاودېدونکو توکو د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو نږدې څلور سوه پېښې ثبت کړې.

د لوګر اوسېدونکی عبدالواحد چې د کورنیو جګړو پر مهال يې پښه د ماین چاودنه کې پرې شوې وايي، په ښوونځیو کې ماشومانو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو ورپېژندل او دوی پرې پوهول اغېزناک دي.

دی په خپل کلي کې د یوې داسې پېښې کیسه کوي چې ماشومانو پر یوه ناچاوده مرمۍ ساتېري کوله چې وچاودېده.

په شاوخوا درې نیمو لسیزو کې د ماین‌پاکۍ له چارو سره د چاودېدونکو توکو د مرګژوبلې میاشتنی شمېر له سلګونو څخه لسګونو ته راکښته شوی.

ماین
د عکس تشریح، د افغانستان په شاوخوا ۳۰۰ ولسوالیو کې د ماینونو خطر شته

عبدالمقیم د کابل اوسېدونکی دی او د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب‌الله د واکمنۍ پر مهال يې په خوست کې د ځمکني ماین چاودنه کې پښه الوتې او لاس او ملا يې ژوبل شوي.

دی وايي “هر څه مې له لاسه ورکړي، ټول ژوند مې له لاسه ورکړی، ځواني مې لاړه، پښې مې نشته او اوس کار نشم کولی، ټول ژوند مې خراب شو.”

عبدالمقیم وايي د تېر جمهوريت پر مهال د معلولینو وزارت د میاشتې پنځه زره افغانۍ معاش ورکاوه خو د ا.ا. حکومت هغه هم تر نیمايي کم کړی.

دی وايي “ډېر ځورېږم چې ماشومان وینم چې معلولېږي. ډېر خواشينی کېږم. زه خو خپله معلول یم خو بل څوک چې وینم معلولېږي ډېر پرې ځورېږم.”

که څه هم په افغانستان کې د معلولیت لرونکو شمېر لوړ دی او لوی شمېر یې له مرستو بې برخې دي، خو ان هغوی هم چې له حکومت سره په رسمي ډول د معلولیت لرونکو کسانو په توګه ثبت وو، اوس د دغه ملاتړ له کمېدو سر ټکوي.

له اقلیم سره تړلي ناورینونه لکه سېلابونه او ځمکې ښوېدنې هم دا ناچاود توکي له یوې سیمې بلې ته وړي او ګواښ يې لا پراخوي.

Mine
د عکس تشریح، د ماین پاکۍ چارې میلیونونو ډالرو ته اړتیا لري

د ا.ا. په حکومت کې د افغانستان د ماین‌پاکۍ د ملي پلان له مخې، هڅه کېږي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې په ماینونو د ټولې پوښلې سیمې سروې بشپړه او تر ۵ کلونو له ماینونو پاکه شي.

په افغانستان کې د ماینونو اېښودل له ۱۹۷۹ کال راهیسې د شوروي له یرغل سره پیل شوي او له هغه وروسته مجاهدینو او نورو ډلو هم په پراخه کچه اېښي، خو د دغو ماینونو شمېر او پر ماین د ککړو سیمو دقیقې نقشې نشته.

د کورنیو جګړو پر مهال هم ګڼو اړخونو یو بل ته ماینونه اېښودل. د ا.ا. د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دوی او مخالفینو يې هم د یوه او بل لوري د پرمختګ ډب کولو لپاره ماینونه اېښي وو.

په تېرو دوو لسیزو کې هم پراخ ماینونه او نور چاودېدونکي توکي کارېدلي‌ دي.

د افغانستان د ماین‌پاکۍ ملي پروګرام اداره کې تخنيکي سلاکار ډاکتر ایمل صافی وايي، دا اوس په افغانستان کې ۱۲۰۰ کیلومتره مربع ساحه په چاودېدونکو توکو او ماینونو لړلې چې نژدې څلور سوه مربع کېلومتره کې پخواني دي او پاتې په تېرو شلو کلونو کې ککړه شوې ده.

“په هغه ۷۶۰ کیلومتره مربع کې چې په تېرو دوو لسیزو کې په چاودېدونکو توکو لړلې  ۵۸۰ کیومتره مربع يې د ناټو او ملاتړو د پوځي تطبيقاتو ساحې دي چې د چاودېدونکو توکو خطر پکې پر ځای پاتې دی.”

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*