
افغان عکاس عالم کبیري د سرطان سره مبارزه کوي
عالم کبیري، چې یو کیمره مین او د افغان رسنیو د کورنۍ غړی دی، اوس مهال د سرطان سره مبارزه کوي.
هغه اوس مهال په ایران کې تر درملنې لاندې دی او د رسنیو د ملاتړ سازمانونو او سوداګرو څخه یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ناروغه کیمره مین، عالم کبیري وویل: “زه د خبریالانو ملاتړ کونکو سازمانونو او د خبریالانو اتحادیې څخه غواړم چې زما سره همکاري وکړي. ما له ۲۵ کلونو څخه ډیر وخت په رسنیو کې کار کړی دی، او زه هیله لرم چې ملګري او سازمانونه چې د خبریالانو ملاتړ کوي زما د سرطان په درملنه کې مرسته وکړي ترڅو زه روغ شم او بیرته کور ته راستون شم.”
د ښاغلي کبیري یو شمیر پخواني همکاران هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنیو د ملاتړ سازمانونو څخه غواړي چې د هغه د درملنې لګښتونو په پوره کولو کې همکاري وکړي او د افغان رسنیو د کورنۍ غړو ملاتړ وکړي.
د عالم کبیري پخوانی همکار صیب الله منتق وویل: “موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت او همدارنګه د خبریالانو د ملاتړ سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې په هیواد کې دننه د افغان خبریالانو غږ منعکس کوي او له نړیوالو ادارو سره په تماس کې دي، لږترلږه د هغه د درملنې سره همکاري وکړي.”
د عالم کبيري پخواني همکار زمري مفکر وويل: “د ژورناليستانو ملاتړي ادارې او نور اړوند ادارې بايد د عالم کبيري سره همکاري وکړي، د هغه د درملنې لپاره بنسټ برابر کړي او ملاتړ يې وکړي، ځکه چې هغه په سخت حالت کې دی.”
په ورته وخت کې، د افغان ژورناليستانو د خوندیتوب کمېټې مشر وويل چې هغه د عالم کبيري د ملاتړ لپاره له مختلفو ادارو څخه د مرستې غوښتنه کړې او د دوامداره ملاتړ او درملنې هيله يې څرګنده کړې ده.
د افغان ژورناليستانو د خوندیتوب کمېټې مشر جميل وقار وويل: “موږ له نړيوالو ادارو څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له عالم کبيري سره همکاري وکړي. لکه څنګه چې موږ پوهېږو، هغه په ښه روغتيا کې نه دی. موږ نه يوازې پر نړيوالو ادارو، بلکې پر حکومت هم غږ کوو چې په دې برخه کې همکاري وکړي.”
عالم کبيري يو کمره مين دی چې په ۲۰۱۶ کال کې يې خپل رسنيز کار پيل کړ او په دې موده کې يې د ژوندون او کابل نيوز په ګډون له بېلابېلو رسنيو سره کار کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "افغان عکاس عالم کبیري د سرطان سره مبارزه کوي"