هندوستان افغان محصلانو ته زر تحصیلي بورسونه اعلان کړل

Loading

د هند حکومت اعلان کړی، چې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه یې د افغانانو لپاره ۱۰۰۰ انلاین سکالرشیپونه په پام کې نيولي دي. افغان محصلانو

د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي، چې دا سکالرشيپ د ای ودیا بهارتي پورتال e-Vidya Bharati له لارې انلاین پلي کیږي.

ICCR اعلان کړی، چې دا بورسونه د مدیریت او سوداګرۍ، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، هنر او نورو برخو کې د 2023 او 2024 کلونو لپاره دي.

د هند د کلتوري اړیکو شورا وېب‌پاڼه وايي، په يادو سکالرشيپونو کې يوازې د پوهنتون د فيسونو لګښت شامل دی او معاش ورکول په‌کې شامل نه‌دي.

په هند کې د افغانستان سفارت هم په خپله ایکس پاڼه يا پخوانۍ ټوېټر شبکه کې لیکلي، چې د دې سکالرشیپ لپاره د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د روان کال د سپټمبر له ۱۶مې تر ۲۲مې ده، چې په افغانستان کې د يادو سکالرشیپونو د غوښتونکو په وینا دا موده ډېره لنډه ده.

دغه سفارت په دې اړه چې هند کې د مېشت افغان محصلانو په اړه څه پرېکړه شوې ده، څه نه‌دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هند کې یو شمېر افغان محصلان چې خپلې زده‌کړې یې پای ته رسولي او د هند له حکومت څخه د تحصیلي بورسونو په تمه دي، وايي چې په بې برخليک حالت کې ژوند کوي.

دا په کابل کې د يو شمېر محصلينو اعتراض و، چې هندوستان يې تحصيلي ويزې لغوه کړې وې
دا په کابل کې د يو شمېر محصلينو اعتراض و، چې هندوستان يې تحصيلي ويزې لغوه کړې وې

يادو محصلانو پخوا هم اعتراضونه کړي وو او د هند له حکومته يې غوښتي وو، چې د بورسونو او ويزو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

عبدالعظيم صافي په نوم يو محصل چې تازه له ماسټرۍ فارغ شوی، وايي غواړي په هند کې پاتې شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو د هند حکومت ده او نورو محصلانو ته سږ کال سکالرشيپ نه دى ورکړى.

افغان محصلانو

نوموړی وايي:

” نو سره د دې چې افغان محصلانو، زيات کوښښ او وړانديزونه وکړل او تر اوسه پورې کوښښ کوي ترڅو يو مثبت ځواب ترلاسه کړي، خو تر اوسه يې د دغو سکالرشيپونو لپاره کوم مثبت ځواب نه‌دی ترلاسه کړی. نو پر همدې اساس ټول تازه فارغ شوي افغان محصلان دلته په هندوستان کې غواړي دغه برنامه د تېرو کلونو په شان د ۲۰۲۳ کال لپاره هم شروع شي، تر څو افغان محصلان چې دلته هندوستان کې ديوکولی شي، خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي. “

په هند کې د دغو محصلانو له ډلې یو بل مصطفی نوري وايي:

“موږ تمه درلوده چې سږکال هم بورس ترلاسه کړو. هغه محصلان چې فارغ شوي، د دوی معاش قطع شوی، دوی نه‌شي کولی خپل ورځني لګښتونه پوره کړي. ستونزه دا ده چې موږ نه‌شو کولی د خپلو ویزو موده وغځوو.”

دغه شان هند کې یوه بله افغانه محصله روما محبي وايي چې، دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د هند له حکومته غواړي چې ورته پام وکړي:

“دوه نجونې یې له لیلیې څخه وایستلې. هغوی د کور د کرايه کولو لپاره پيسې نه درلودې. موږ ته یې لږ تر لږه له 400 څخه تر 500 سیټونه راکړئ چې له ستونزو څخه ووځو.”

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته یو شمېر افغان محصلان چې په افغانستان کې مېشت وو، د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره بېرته هند ته نه‌شي تللی.

که څه هم ځينو پوهنتونونو د دغو محصلانو لپاره انلاين ټولګي جوړ کړي، خو له ډلې يې يو شمېر محصلان وايي، چې د برېښنا او انټرنېټ د ستونزو له امله نه‌شي کولى خپل پاتې سمسترونه بشپړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د پخواني نظام له نسکوریدو وروسته، د هند حکومت د ICCR له لارې په هند کې میشتو محصلانو ته ۱۰۰۰ بورسونه ورکړل، چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم محصلان د ورته پروسې په تمه وو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ۱۱ زره کډوالو په ګډون شاوخوا ۲۱ زره افغانان په هند کې مېشت دي، خو دوی د کډوالو په توګه نه‌دي ثبت شوي.

افغان محصلانو

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هندوستان افغان محصلانو ته زر تحصیلي بورسونه اعلان کړل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*