امريکا: مصری ترهگر د القاعده نوی مشر دی

امريکا: مصری ترهگر د القاعده نوی مشر دی
امريکا: مصری ترهگر د القاعده نوی مشر دی

له ډېري مودې راهيسي پيژندل سوی مصری ترهگر سيف العدل ته د امريکا متحده ايالاتو له خوا د القاعدې د ترهگري شبکې د نوي مشر په توگه کتل کيږي. اټکل کيږي چي العدل به اوس په ايران کي وي.

دا خبره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند، نيد پرايس د چهارشنبې په ورځ د ژورناليستانو د يوې پوښتني په جواب کي تائيد کړه.

د پرايس په خبره د امريکا متحده ايالاتو د حکومت دغه اټکل د ملگرو ملتونو له هغه رپوټ سره سمون خوري چي د دوشنبې په ورځ يې د ياد سازمان امنيت شورا ته وړاندي کړ.

د هغه په خبره په نوموړي رپوټ کي دغه پخوانی پوځي د ترهگري شبکې د نوي مشر په توگه پيژندل سوی دی. له همدې کبله اټکل کيږي چي العدل به اوس په ايران کي وي.

امريکا متحده ايالات په ۱۹۹۸م کال کي په تانزانيا او کينيا کي د امريکا پر سفارتونو باندي د بمي بريدونو په تړاو د نوموړي کس په لټه کي دي.

لکه څرنگه چي د FBI په يوه ليک کي څرگنديږي، امريکا د هغه پر سر لس ميليونه ډالر جايزه ايښې ده. په دغه ليک کي هغه د القاعده د يوه لوړپوړي مشر او د هيتين د کمېټې د رئيس په توگه معرفي سوی دی چي د دغي ډلي نړيوال فعاليتونو هدايت او همږغي کوي.

القاعده له هغه راهيسي چي ايمن الظواهري د تېرکال په اګست مياشت کي د امريکا متحده ايالاتو د هدفمندانه هوايي بريد په ترڅ کي په افغانستان کي ووژل سو، په رسمي ډول کوم رهبر نه لري.

الظواهري په ۲۰۱۱م کال کي له هغه وروسته د القاعده شبکې مشري پرغاړه واخيستله چي د دغي ډلي مشري اسامه بن لادن د امريکا متحده ايالاتو په ځانګړو عملياتو کي په پاکستان کي ووژل سو.

نوموړي ترهگري شبکې په امريکا متحده ايالاتو کي د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د يوولسمي د بريدونو مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.

پرايس د خپلو خبرو په دوام وايي چي په ايران کي د العدل د اوسيدو اټکل، له ترهگرۍ او په سيمه کي د بې ثبات کيدو او تر هغه هم زيات د تهران د پراخ ملاتړ يوه بله بېلگه ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امريکا: مصری ترهگر د القاعده نوی مشر دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*