امریکا د کاناډا په غوښتنه یو بل مشکوک څیز نسکور کړی

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو منلې چې د شمالي امریکا پر هوايي‌ حریم یې یو بل ناپېژندل شوی څېز ویشتلې او رانسکور کړی یې دی.

ښاغلي ټروډو ویلي چې دغه نا پېژانده څیز د “کاناډا له هوايي حریم تېری کړی و” چې د کاناډا په شمال لویدیځ د یوکان په شاوخوا کې ویشتل شوی دی.

دا په تېره اوونۍ کې دریم څیز دی چې په شمالي امریکا کې ویشل کېږي.

امریکايي پوځ تېره اوونۍ یو چینايي څارګر بالون هم ویشتلې و او د جمعې پر ورځ یو بل ناپېژانده څیز چې د کوچني موټر په اندازه وو د الاسکا په شاوخوا کې ویشتل شوی دی.

ښاغلي ټروډو د شنبې پر ورځ ومنله چې د امریکا له ولسمشر سره یې خبرې کړي دي او د دغه شي د رانسکورلو امر یې کړی دی.

هغه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: “کاناډايي ځواکونه به اوس د دغه ناپېژانده شي پاتې شوني راټولې او ارزونه به یې وکړي.”

د کاناډا دفاع وزیري انیتا آنند خبریالانو ته ویلي چې، وروستی ناپېژانده شی د مرکزي یوکان د پاسه د شاوخوا د ۱۲ زره مترو په لوړوالي الوتنه کوله چې د شنبې پر ورځ په ځايي وخت شاوخوا ۱۵:۴۱ وویشتل شو.”

آغلې آنند وايي چې د دغه رانسکور شوي شي د پېژندلو او نورو جزیاتو د موندلو هڅې روانې دي.

Canada's Minister of National Defence Anita Anand and Canada's Prime Minister Justin Trudeau take part in a news conference
د عکس تشریح،د کاناډا دفاع وزیره انیتا آنند

هغې همدا راز ویلي چې دا شی د امریکا له پولې شاوخوا ۱۰۰ میله په لېري واټن کې و چې دا د”ملکي هوايي چلند لپاره یو ګواښ” و.

نوموړي وايي دا نوی رانسکور شوی څېز د هغې پرتله کوچنې ښکاري چې د تېره شنبه د سویلي کارولینا په ساحل کې ویشتل شوی و.

د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي چې دغه څیز تېرو ۲۴ ساعتونو کې تعقیب او څارل شوی دی.

او له هغې وروسته ولسمشر بایډن او لومړي وزیر ټروډو یې په ډېر محتاطانه ډول خپل پوځ ته د رانسکورولو امر ورکړی دی.

دواړو مشرانو د دغه شي د پاتې شونو پر بېرته تر لاسه کولو هم خبرې کړي چې له مخې یې د دغه څیز نوعیت وپېژني او په اړه یې نور مالومات ترلاسه کړي.

د امریکا دفاع وزیر د دغه څیز د رانسکورولو د ماموریت په اړه د نور جزیات هم ورکړي او تایید کړې یې ده چې دوه “اېف۲۲ جېټ الوتکې” د الاسکا په انکوریج کې له یوې نظامي اډې پورته شوې او دغه ناپېژانده څیز یې رانسکور کو.

د شمالي امریکا د پاسه دغه ناپېژانده شی یوه اوونۍ وروسته له هغې راځي چې له دې وړاندې امریکا یو شکمن چینايي جاسوس بالون ویشتلی و.

او د جمعې پر ورځ هم یو بل ناپیژانده څیز د ښاغلي بایډن په امر په الاسکا کې وڅارل شو او بیا رانسکور کړل شو.

په یوه خبرپاڼه کې د امریکا پوځ ویلي چې امریکايي سرتیري د الاسکا ملي ګارډ په ګډون لا هم د سمندر د کنګلولو پر سر د جمعې د ورځې د دغه ویشتل شوي ناپیژانده څېز په اړه پلټنې کوي.

Keyframe #4

پوځ ویلي چې”د باد ، یخنۍ او واورې په ګډون د قطبي هوا نور شرایط دا عملیات سختوي خو دې برخه کې لا هم کار روان دی.”

تېره اوونۍ د امریکا دفاع وزارت چارواکو امریکايي رسنیو ته ویلي و چې د چین جاسوس بالون پاتې شونې د سویلي‌ کرولینا په میرتل ساحل کې د تمې خلاف ۱۴ متره اوبو کې ننوتی و.

د امریکا متحدو ایالتونو له څو ورځو راهیسې پخپل هوايي حریم کې د څارګرۍ دغه بالون تعقیب کړی و چې په ډېرو حساسو سیمو د پاسه ګرځېده.

د دفاع وزارت (پنټاګون) چارواکو ویلي و، باوري دي چې په وروستیو کې یې د لوېدیځې مونټانا ایالت پر اسمان د چین بالون لیدلی، خو پوځ یې له دې کبله د نه ویشتلو پرېکړه وکړ وه چې پاتې شوني یې راونه لوېږي.

چین رد کړې چې دغه بالون چې د جنورۍ په ۲۸تمه د امریکا پر هوايي حریم چورلېده د جاسوسۍ لپاره کارول کېده او ویلي یې و چې د هوا پېژندنې لپاره و.

د دغه څارګر بالون پېښې د امریکا او چین اړیکې کړکېچنې کړي او له امله یې د امریکا بهرنیو چارو وزیر اتوني بلینکن د چین پلازمېنې بیجنګ ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ.

چینايي چارواکو د جمعې پر ورځ امریکا په “سیاسي لاسوهنې او تبلیغاتو” تورنه کړه.

ولسمشر بایډن د پنجشنبې پر ورځ وینا کې د چین څارګر بالون د ویشتلو پخلی وکړ او دا زیاته یې کړه چې دا کار یې کومه “لویه سرغړونه” نه وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا د کاناډا په غوښتنه یو بل مشکوک څیز نسکور کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*