امریکا کې یوې محکمې د سرتیري لخوا د افغان ماشومې د فرزندۍ حکم باطل کړ

امریکا کې یوې محکمې د سرتیري لخوا د افغانې ماشومې د فرزندۍ حکم باطل کړ
امریکا کې یوې محکمې د سرتیري لخوا د افغانې ماشومې د فرزندۍ حکم باطل کړ

په متحدو ایالتونو کې محکمې په یو غیر معمول حکم کې د امریکا د سمندري ځواکونو د یو افسر او د هغې د میرمنې لخوا د یوې یتیمې افغانې ماشومې د فرزندۍ حکم باطل کړ خو لا هم د دې ماشومې آینده په ناڅرګند حالت کې ده.

دا ماشومه چې سږ کال اوړی به څلور کلنه شي د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په یوې کلیوالې سیمې کې د امریکا او افغان ګډو ځواکونو په برید کې یې مور پلار، پنځه خویندې او ورور ووژل شول خو دا په ټپي‌ حالت کې ژوندۍ پاتې شوې وه.

هغه څه باندې پنځه میاشتې د امریکا په یو نظامي روغتون کې وه او بالاخره یې د افغانستان مخکني حکومت او د سره صلیب نړیوالې ټولنې د کورنۍ غړي پیدا کړل او دا یې ور وسپارله.

ویل کیږي چې دا ماشومه د خپل تره زوی او میرمنې ته یې په افغانستان کې سپارل شوې وه چې تازه یې واده کړی وه.

خو د محکمې په اسنادو کې بیا ویل شوي د امریکا د سمندري ځواکونو افسر جاشوا مست او میرمنې یې سټیفني پداسې حال کې چې دا ماشومه لا په افغانستان کې وه، د متحده ایالاتو د ویرجینیا ایالت په یوې محکمې کې د ماشومې د فرزندۍ اسناد سپارلي وو او قاضي هم د هغوي غوښتنه منلې وه.

د امریکا د سمندري ځواکونو دې افسر پرته لدې چې د ماشومې خپل خپلوان خبر کړي، د هغې د فرزندي کولو پرېکړه وکړه او په محکمې کې یې قاضي ته ویلي وو چې دا ماشومه د “څو ورځو ترهګرو مور پلار” لور وه چې په جګړې کې وژل شوي او هغه “بې وطنه یتیمه” ده.

جاشوا مست په محکمې کې دا ادعا هم کړې وه چې د افغانستان حکومت (جمهوري نظام) تیار و چې پدې نجلۍ د خپل واک څخه تیر شي خو دا کار هیڅکله نه و شوی او قاضي له همدې کبله د دې نظامي افسر او میرمنې د فرزندۍ غوښتنه منلې وه.

په افغانستان کې د جمهوریت له پرځیدو څخه وروسته د امریکا د سمندري ځواکونو دې افسر د همدې افغانې کورنۍ سره مرسته کړې وه چې د افغانستان څخه امریکا ته ولاړ شي.

دغه افغانې کورنۍ ادعا کوي چې امریکا ته تر راتګ وروسته جاشوا او میرمن یې دا ماشومه ترې تښتولې خو بل پلو بیا د سمندري ځواکونو دا افسر او میرمن یې ټینګار کوي چې د ماشومې قانوني مور او پلار دي او د افغانستان څخه د دې نوې زیږیدلې ماشومې د ژغورنې لپاره یې د خپلو مسیحي عقایدو سره سم چلند کړی.

د ماشوم د سرپرستۍ د موقتي حکم پر اساس به د اوس لپاره دا ماشومه د جاشوا او میرمن سره یې پاتې وي خو د دایمي فرزندۍ تر لاسه کولو لپاره هغوي باید چې یو ځل بیا محکمې ته عریضه وکړي.

سره لدې چې د ماشومې سرنوشت لا معلوم ندی خود افغانې کورنۍ لپاره چې ۱۸ میاشتې یې دا نجلۍ غټه کړې، د محکمې حکم یو ښه خبر دی. د محکمې د حکم څخه وروسته دواړو ښځې او خاوند وژړل او د خدای شکر یې ادا کړ.

د محکمې ثبت شوي اسناد ښیي، ماسټ چې د سمندري ځواکونو فعال منصبدار دی، دغه ماشومه یې ددغې جوړې څخه پنځه ورځې وروسته له هغه چې دوی متحده ایالاتو ته ورسیدل اخیستې وه او د هغه وخت راهیسې دغې افغانې جوړې دا ماشومه نده لیدلې.

افغانې میرمنې (د نجلۍ خپلوانې) د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتډ پرس ته وویل، «وروسته له هغه چې دوی هغه راڅخه بوتله، زموږ اوښکې هیڅکله نه دریږي. اوس، موږ صرف د مړو په څیر یو. زموږ زړونه مات شوي. موږ له هغې پرته راتلونکې نلرو. خواړه خوند نه راکوي او خوب موږ ته آرام نه راکوي.”

ټاکل شوې چې د دې ماشومې د سرنوشت معلومیدو لپاره به د محکمې بله غونډه د روان میلادي کال د جون په میاشت کې وشي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا کې یوې محکمې د سرتیري لخوا د افغان ماشومې د فرزندۍ حکم باطل کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*