په تېرو شپږو میاشتو کې د انسان د څه باندې ۳۰ قاچاق کوونکو نیول کېدل

کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د انسان څه باندې ۳۰ قاچاق کوونکي نیولي دي.

د دغه وزارت د ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې سرپرست حکومت په هېواد کې د انسان د قاچاق مخنیوي ته ژمن دی.
    
ښاغلي قانع په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د وروستیو شپږو میاشتو په لړ کې، د انسان د قاچاق په تړاو پولیسو ۲۸ پېښې ثبت کړي دي چې له دغو پېښو د انسان له قاچاق سره د مبارزې پولیسو ۳۲ تورن پېژندلي او نیولي دي.»

بلخوا سره له دي چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو ایستلو زور اخیستی؛ خو لا هم د قاچاقي لارو بازار تود ترسترګو کېږي. ځينې ځوانان پر دغو لارو د وهلو ټکولو، ربړونې او ان د خپلو کورنیو د غړو د لادرکه کېدو خبره کوي.
    
مسافر عبدل وايي:«قاچاق‌ کوونکی سړی پلوري، زه په خپله یې وپلورلم، دوه شپې او دوه ورځې بندي وم، چا زما پوښتنه ونه‌کړه، د قاچاق لاره ډېره ستونزمنه ده.»
  
مسافر نجیب الله وویل:«څلور ځله کېږي چې زه را اړول شوی یم، ما قاچاقي لار لیدلې مرګ لري.»

په کابل کې ځينې کورنۍ وایي، ځينو خپلوانو یې چې غوښتل په ناقانوني توګه او د قاچاق کوونکو په مرسته نورو هېوادونو ته ولاړ شي، د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د وژل شوي کس تره حامد وايي:«د قاچاق په لار ولاړل موږ ته احوال راغی چې زموږ لور شهید شوې او زوم مو ټپي شوی دی.»

تر دې وړاندې امریکا متحده ایالتونو په یوه کلني راپور کې ویلي و، چې افغانستان، روسیه او چین په هغو هېوادونو کې دي، چې د انسانانو قاچاق په‌کې زیات دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په تېرو شپږو میاشتو کې د انسان د څه باندې ۳۰ قاچاق کوونکو نیول کېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*