اوچا: ۲.۷ میلیون افغان ماشومان او میندې د خوارځواکۍ او مړینې له خطر سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو تازه راپور کې ویلي‌ دي چې د میلیونونو ماشومانو او میندواره میندو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

اوچا د ” نه اقدام کولو د بیې” تر عنوان لاندې په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پنځه کلنو څخه کم عمر ۲.۱ میلیون ماشومان او ۷۰۰ زره میندواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې په خوارځواکۍ د اخته کیدو او پر دغې ناروغۍ د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې له دې دمخه د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې د بودیجې د کمبود له امله ۱۵۰ روغتیايي او د خوارځواکۍ د درملنې او تشخیص ګرځنده ټیمونو فعالیت بند شوی و او د ۴۰ نورو ټیمونو فعالیت به ژر بند شي.

وايي له دې امله به په سختې خوارځواکۍ اخته د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۷۰۰ زره ماشومان له درملنې او د خوړو د مرستو څخه چې د مړینې احتمال یې د روغو ماشومانو پرتله ۱۲ برابره زیات دی بې برخې شي.

اوچا ویلي: “د خوړو د خوندیتوب په برخه کې د وضعیت د ښه کیدو نازک حالت چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې رامخې ته شوی به نفي یا رد کړي او خوارځواکۍ او د خوړو نه خوندیتوب کچه به لوړه کړي. د بودیجې د سخت کمبود له امله د خوړو راشن د هغو ټولنو لپاره چې د اضطراري لوږې د کچې وضعیت تجربه کوي د ۷۵ فیصدو څخه ۵۰ فیصدو راټیټ شوی دی.”

اوچا د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې د بودیجې کمښت به تر ډیره پر ښځو او ماشومانو باندې اغیز وکړي چې ۸۰ فیصده د خوارکي توکو د مرستو ترلاسه کوونکو په ډله کې شامل دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ۱.۴ میلیونه نوې امیدواره میند‎ې او د هغوی ماشومان به له دې وروسته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره قوي خواړه ترلاسه نکړي او شاوخوا ۵۰ زره ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي د کورنیو د قوي خوړو د رژیم د ترکارۍ د تولید څخه لاس په سر شي.

ددې سربیره اوچا په دې راپور کې د اوبو او روغتیا مسلو یادونه هم کړې او ویلي دي چې شاوخوا پنځه میلیونه ماشومان به د څښلو پاکو صحي اوبو ترلاسه کولو څخه محروم شي چې هغوی په ناروغیو باندې د اخته کیدو د ګواښ سره مخ کوي.

په دې راپور کې ویل شوي: “د جنیست سره د متناسب ملاتړ کمښت په شاوخوا څلور میلیونو ښځو او نجونو باندې به اغیز وکړي. ښځې او نجونې چې معمولا د خپلو کورنیو د اوبو مدیریت په غاړه لري، خپل زیان وخت او هڅې د پاکو اوبو په راوړلو مصرفوي چې تر ډیره د ساتنې د خطرونو سره مخ کیږي او په عین حال کې د هغوی د زده کړو او اقتصادي فعالیتونود کمښت سبب ګرځي.”

په دې راپور کې ویل شوي چې ۱.۷ میلیونه کسان به د اقلیم او د غیر معیاري سرپناه ځایونو د ناسمو شرایطو له امله د ساتنې او سختو اقلیمي شرایطو سره مخ شي. د اوچا د وینا له مخې په دې شمیر کې له ۲۱۹ زرو څخه زیات د تیر کال زلزله ځپلي او وروستیو سیلابونو ځپلي کسان هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” ټینګار کړی چې که چیرې مرستو ته د اړو افغانانود ملاتړ لپاره پروخت اقدامات ونشي کیدای شي چې له شپږو میلیونو څخه زیات کسان به روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي څخه محروم شي.

د اوچا د معلوماتو پراساس له ۲۰۰ څخه زیات ګرځنده او ثابت روغتیايي مرکزونو چې ۲.۲ میلیونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي کیدای شي وتړل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوچا: ۲.۷ میلیون افغان ماشومان او میندې د خوارځواکۍ او مړینې له خطر سره مخامخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*