اوکراين: لسونو زره مړه، په ميليونو مهاجر، ميلياردونه تاوان

اوکراين: لسونو زره مړه، په ميليونو مهاجر، ميلياردونه تاوان
اوکراين: لسونو زره مړه، په ميليونو مهاجر، ميلياردونه تاوان

کله چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مې پر اوکراين د برید امر ورکړ، داسې جګړه پيل شوه چې په لسونو زره کسان يې ووژل، اوکرايني ښارونه ويجاړ او اقتصاد ته يې سخت زيانونه واوښتل.

د ناروې له خوا د تازه اټکلونو له مخې په اوکراين کې د تېر يوه کال په جګړو کې ۱۸۰ زره روسي سرتېري وژل يا ژوبل شوي او د اوکرايني پوځ سل زره پوځيان يا مړه يا ټپيان دي. د نورو لوېديځو هيوادونو د اټکلونو له مخې هر لوري ته تقريبا ۱۵۰ زره کسان وژل شوي يا ټپيان شوي دي.

د پرتلنې له پاره په افغانستان کې د شوروي اتحاد له خوا د جګړې په ترڅ کې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹م کاله پورې ۱۵ زرو شوروي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ملکيانو په برخه کې تقريبا ۳۰ تر ۴۰ زرو پورې ملکي وګړو اوس په اوکراين کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جنورۍ مياشتې په پای کې ملګرو ملتونو اټکل وکړ چې لږ تر لږه ۱‍۸ زره ملکي کسان وژل شوي يا ټپيان شوي دي، خو داسې ښکاري چې شمېر به يې لا ډېر وي. دا هم ويل شوي چې اکثريت يې د روسيې له خوا په بمباريو کې وژل شوي

اوکرايني چارواکي وايي چې لږ تر لږه ۴۰۰ ماشومان هم وژل شوي دي. د کيف د څرګندونو له مخې د اوکراين د خاورې په ۳۰ سلنه برخه کې ماينونه ښخ شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډله بيا پر اوکراين تور پورې کوي چې د سړي ضد ماينونه يې په ختيځي ايزيوم سيمه کې ښخ کړي دي. د ماينونو کشف او خنثی کول ښايي د کارپوهانو په حواله يو څو لسيزې وخت ونیسي. 

په ورته وخت کې د احتمالي جنګي جنايتونو شمېر هم خورا لوړ دی. د اروپايي اتحاديې د عدلي چارو کميسار، ديدير ريندرس وايي چې تر اوسه تقريبا ۶۵ زره احتمالي جنګي جنايتونه ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر روسيې تور پورې کړ چې په اوکراين کې يې »د لوړې کچې« جنګي جنايتونه تر سره کړي دي لکه اعدامونه، شکنجې او جنسي تاوتريخوالی. کيف دغه ادعا هم کوي چې مسکو تر ۱۶ زرو زيات ماشومان روسيې يا داسې سيمو ته ديپورت کړي دي چې د روسي پلوو بېلتون پالو تر کنترول لاندې دي. په ورته وخت کې نادولتي سازمانونو پر اوکراين تور پورې کړی دی چې د روسي جنګي اسيرانو حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي.  

د اوکراين جګړې د دغه هېواد اقتصاد ته هم درانه زيانونه اړولي دي. روسيې د ژمي په مياشتو کې په هدفمن ډول د اوکراين برېښنايي شبکې په نخښه کړې دي چې له امله يې برېښنا او مرکز ګرمۍ له کاره لوېدلې وې.

نړيوال بانک په اکتوبر مياشت کې اټکل وکړ چې د اوکراين اقتصادي قوت په ۲۰۲۲م کال کې ۳۵ سلنه راټيټ شوی دی. د کیف د اقتصاد پوهنځي بيا په جنورۍ مياشت کې ويلي دي چې په جګړو کې د ويجاړې شوې زېربنا بېرته رغونه ښايي ۱۳۸ ميليارډه ډالره لګښت وغواړي. د زراعت په برخه کې اوښتي اقتصادي زيانونه ښايي ۳۴ ميليارډو ډالرو ته ورسيږي. اوکراين د نړۍ د غنمو د توليد يو مهم هيواد بلل کيږي. اروپايي اتحاديه او نړيوال بانک د ټول اوکراين د بيا رغونې له پاره ۳۵۰ ميليارډه ډالره اړين بولي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په حواله د سختو جګړو له کبله تر اتو ميليونو زيات اوکراينيان تښتېدلي دي. اکثريت يې پولنډ ته رسېدلي چې شمېر يې ۱،۵ ميليونو   ته رسيږي.

د آلمان د احصايو د فدرالي ادارې په حواله ۱،۱ ميليونه اوکراينيان جرمني ته رسېدلي دي چې اکثريت يې ښځې او ماشومان دي. تر ۱۳۰ زرو زيات بيا بېرته خپل هېواد ته هم ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په حواله تر پنځو ميليونو زيات اوکراينيان د هېواد په داخل کې هم بې ځايه شوي دي. د اوکراين مشرتابه پر روسيې تور لګوي چې په اجباري توګه يې خلک له بېلابېلو سيمو اخراج کړي دي. کله چې روسيې پر اوکراين حمله وکړه، د اوکراين پوځ يوازې د شوروي اتحاد د وخت زاړه تجهيزات درلودل.

په دې ترڅ کې امريکا متحده ايالاتو اوکراين ته د هايمارس په نوم راکټ ويشتونکي سامان آلات ورکړي دي چې په ۸۰ کيلومترۍ کې خپل هدف ويشتلی شي. ويل کيږي چې دغه تجهيزات د روسي لوري د وسلو په پرتله برلاسي دي. په نومبر مياشت کې د آلمان د کيل ښار د اقتصادي مرستو انستيتوت اټکل وکړ چې لويديځو متحدينو له اوکراين سره تر هغه وخته پورې د کابو ۳۸ ميلیارډه يورو په مقدار د مرستو ژمنه کړې وه. په دغه رقم کې په جنورۍ کې د آلمان، نورو اروپايي هيوادونو او امریکا متحده ايالاتو له خوا اعلان شوي ټانکونه لا نه دي شامل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوکراين: لسونو زره مړه، په ميليونو مهاجر، ميلياردونه تاوان"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*