
ایران کې افغان کډوال: د ستنولو بهیر چټک شوی دی
په ایران کې یو شمېر افغان کډوال له دې هېواد څخه د خپلو جبري ایتستلو په اړه خبرې کوي.
په داسې حال کې چې په تېرو څو اونیو کې د ایران له لوري د افغان کډوالو جبري اېستل زیاتې شوي، یو شمېر افغان کډوال چې په دغه هېواد کې مېشت دي، د دغه بهیر د درېدو غوښتنه کوي.
دوی له کوربه هېواد ایران او د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او د جبري اېستلو مخه یې ونیسي.
صفر بارز په نوم یو افغان کډوال چې په ایران کې اوسېږي، طلوعنیوز ته یې ویلي: «له بده مرغه د ایران حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک او شدید کړی او هیڅ توپیر د هغو کسانو ترمنځ نه کوي چې قانوني اسناد لري او هغو چې بېاسناده دي.»
عنایت الکوزی، بل افغان کډوال چې په ایران کې مېشت دی، ویلي: «د ایران له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو یو ځل بیا زور اخیستی. د ایران حکومت هوډ لري چې ټول افغان کډوال وباسي؛ که څه هم افغان کډوالو څو څو ځله له نړۍوالو سازمانونو او د اسلامي امارت له حکومته غوښتنه کړې چې د ایران پر حکومت فشار راوړي څو د کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي، خو ښکاري چې دا هڅې بې پایلې پاتې شوي.»
د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د سرپرست حکومت او کوربه هېواد ایران ترمنځ پر خبرو ټینګار کوي.
د کډوالو د حقونو یو فعال، جمعهخان پویا بیا طلوعنیوز ته داسې ویلي: «کوربه هېوادونه باید د نړۍوالو اسنادو پر بنسټ اړ شي چې له هغو کسانو له ایستلو ډډه وکړي چې له خطر سره مخ دي، او همدا راز له جبري ایستنو د ټولو کډوالو ځان وساتي.»
د کډوالو د حقونو یو بل فعال، نظر نظري وایي: «مهمه ده چې د دې کړکېچ د دایمي حل لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ یو لړ خبرې اترې وشي. دا خبرې باید داسې وي چې دواړه لوري پرې قانع شي.»
تر دې وړاندې ملګري ملتونو راپور ورکړی و چې له ۲۰۲۳ زېږدیز کال راهیسې ایران او پاکستان څه باندې درې میلیونه افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته اړولي دي.
لومړی نظر وکړئ on "ایران کې افغان کډوال: د ستنولو بهیر چټک شوی دی"