اپل کمپنۍ بازار ته د ایفون ۱۵ له وړاندې کولو مخکې د کارمنانو د شمېر ډېرولو اعلان کړی

ایفون ۱۵

د ایفون مبایلونو جوړولو لویې کمپنۍ “فاکسکان” د آیفون د نوي ماډل ایفون ۱۵ له را ایستلو مخکې د نورو کارمنانو د ګومارنې لپاره هڅې چټکې کړې دي.

فاکسکان شرکت وايي، که د چین په ژینګزو کې د دغې فابرېکې نوي کارمندان لږ تر لږه تر ۹۰ ورځو پورې په دندو پاتې شي، درې زره یوانه (۳۴۳ تر ۴۲۴ امریکايي ډالره) اضافي امتیاز به ترلاسه کړي.

اوسني کارمنان چې د خپل کورنۍ یو غړی یا کوم ملګری یادې کمپنۍ ته پېژني نو دغه کس ته به هم جایزه کې امتیاز ورکول کېږي.

تمه ده چې اپل کمپنۍ خپل نوی ایفون ۱۵ د روان کال په سپټمبر کې بازار ته راوباسي.

د هغې لیکنې له مخې چې بي بي سي د “وي چټ” په نامه چینايي اپلیکېش کې لیدلی و ویل شوي چې، د فاکسکان شرکت اوسني کارمنان به د یوه نوي کارمن په پېژندلو سره چې کم تر کمه یوه میاشت دغه شرکت کې کار وکړي، پنځه سوه یوانه جایزه ترلاسه کړي.

دا په تایوان کې د خپلو کارمنانو د ګټو د ښه والي لپاره د اپل شرکت نوی اقدام دی.

د فاکسکان شرکت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

پروسږ کال د چین ژینګرو ښار د د نړۍ تر ټولو لوی شرکت اپل کې په سلګونه کارمنانو د کورونا وبا د محدودیتونو او د حقونو د نه ورکړې له امله لاریونونه کړي و.

د ۲۰۲۲ کال نومبر کې چې کله چینايي‌ چارواکو د ژینګرو سیمه چېرته چې یاد شرکت موقعیت لري بنده کړه، د اپل شرکت د ایفون ۱۴ د لېږد د ځنډېدو خبر ورکړ.

دغه شرکت له هغې ورسته بیا د تازه امتیازاتو د ژمنې له اعلانولو سره نوي کارمنان وګومارل.

ژینګرو کې د اپل شرکت له دوه سوه زرو ډېر کارمنان لري چې ایفون تولیدات وړاندې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اپل کمپنۍ بازار ته د ایفون ۱۵ له وړاندې کولو مخکې د کارمنانو د شمېر ډېرولو اعلان کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*