بريتانیا کې د کډوالو ستونزې؛ یوه ځایي ښاروالي د افغان کورنيو لپاره نوي لنډمهالي کورونه جوړوي

د بريتانیا د لېنکلن شایر سيمې اړوند ښاروالي دغه نوښت داسې مهال کوي چې بريتانیا ته راوستل شوي افغانان په هوټلونو کې له دوه کاله ژوند تېرولو وروسته د بې کوره کېدو له ګواښ سره مخ دي.

له وړاندې ډېرو ښارونو او ښاروالیو د افغان کډوالو له منلو انکار کړی، او وایي د هغوی لپاره کورونه نه لري.

خو د بوسټن ښاروالۍ یوې کونسلرې یا د محلي شورا مشرې ویلي:” دا زموږ اخلاقي دنده چې مرسته وکړو.”

دغه ښاروالي په پلان کې لري چې د افغان کډوالو لپاره د کورنیو چارو وزارت لخوا ځانګړې شویو پیسو سره خپلې پيسې هم یو ځای کړي او ټول پنځه کورونه پرې ورغوي.

یاده ښاروالي وایي له دې کورونو به څلور افغان کډوالو ته ورکړي او پنځم هغه د بېړني حالت لپاره ساتي چې د لنډ وخت لپاره به بې کوره کورنۍ پکې ځای پر ځای کېږي.

مشره کونسلره ان ډورین وايي، هغه کورنۍ چې د بريتانیا حکومت لخوا راوستل شوې بل څوک نه بلکې هغه خلک دي چې په افغانستان کې یې له بريتانوي پوځ سره مرسته کړې.

کډوال

د ځایي کونسل یا ښاروالۍ په دې پرېکړې ځینو عامو خلکو نیوکې کړې او وایي لومړیتوب باید د سیمې اوسېدونکو ته ورکړل شي.

خو اغلې ډورین بي بي سي ته ویلي دوی په کورونو اوږد مهاله پانګونه کوي.

نوموړې زیاتوي، “په کورونو کې به افغان کورنۍ یوازې پنځه کاله ژوند کوي او له هغې وروسته به یې بېرته اصلي څښتن یعنې ښاروالۍ ته سپاري.”

لا مالومه نه ده چې دغو کورونو ته به له کوم ځایه کډوال ور وستل کېږي خو اغلې ډورین وایي په دولتي پروګرام کې راوستل شوي قانوني افغان کډوال به پکې ځای پر ځای کېږي.

د بوسټن ښاروالي داسې مهال دا ګام اخلي چې د بريتانیا حکومت پتېلې هغه افغان کورنۍ چې لاهم په هوټلونو کې دي وباسي.

اندېښنې دي چې ښايي ډېرې دا ډول کورنۍ د سرپناه له ستونزې سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې د بريتانیا کورنیو چارو وزارت د ۲۸۵ میلیونه پونډه نوې مرستې اعلان کړې چې له مخې به یې د افغان کورنیو د چټکې مشتېدنې لپاره اوږد مهال کورونه جوړوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بريتانیا کې د کډوالو ستونزې؛ یوه ځایي ښاروالي د افغان کورنيو لپاره نوي لنډمهالي کورونه جوړوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*