بریتانیا زرګونو افغان کډوالو ته له هوټلونو د وتلو ضرب الاجل ټاکلی

په بریتانیا کې زرګونو افغان کډوالو ته ضرب الاجل ورکړل شوی چې د اګست میاشتې تر پایه له هوټلونو ووځي.

په هوټلونو کې اوسېدونکي افغان کډوال وايي له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

بریتانوي چارواکي وايي هڅې کوي چې دا کډوال په نورو ځایونو کې مېشت کړي، خو ډېر ځله کډوال هم ورته وړاندیز شوي کورونه د بېلا بېلو دلایلو له امله نه مني.

له هوټلونو نه د افغان او نورو کډوالو د ایستلو لامل ډېر لګښت ښودل شوی دی.

عبدالغفار احمدي له خپلو اوو بچیانو سره د تود هرکلي د عملیاتو په ترڅ کې د بریتانوي ځواکونو لخوا بریتانیا ته راوستل شوی دی.

دی وايي دی او د ده په شان ګڼو نورو افغانان چې اوس مهال په هوټلونو کې اوسېږي له یو نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي، خو ایا له دوی سره نورو ځایونو کې د مېشتولو کومه ژمنه شوې؟

په ورته مهال، په بریتانیا کې سیمه ییزې شوراګانې وايي دوی د کورونو له کمښت سره مخامخ دي او په اسانۍ په دومره ډېر شمېر کې کډوالو ته ژر کورونه نه شي برابرولی.

ډېرو کډوالو ته په بېلا بېلو ښارونو کې د کور ورکولو وړاندیزونه شوي چې ځینو منلي او ځینو رد کړي دي، چې هر یو ځان ته دلیل لري.

هوټلونو کې۵۰ زره کډوال

د یادونې ده چې له افغانستانه راوستل شوي ۱۲ زرو افغان کډوالو ته وار د مخه د بریتانیا په بېلا بېلو سیمو کې د اوسېدو کورونه ورکړل شوي او د هغو چې اوس مهال په هوټلونو کې مېشت دي شمېر اتو زرو ته رسېږي.

په بریتانیا کې د اوسېدو د کورونو د کمښت ستونزه له دې امله هم لویه ده چې هره ورځ په ګڼ شمېر کې کډوال په ناقانونه توګه په وړو کښتیو کې بریتانیا ته راځي او د پناه غوښتنې عریضې کوي.

د بریتانوي رسنیو د رپوټونو له مخې اوس مهال د افغانانو په ګډون تر ۵۰ زرو پورې کډوال په هوټلونو کې ساتل کېږي.

افغان کډواله بریتانیا کې

د رسمې شمېرو له مخې په هوټلونو کې د کډوالو ساتل هره ورځ د بریتانیا حکومت ته په شپږ میلیونو پونډو تمامېږي. له هوټلونو نه د کډوالو د ایستلو لوی لامل همدا لوړ لګښت په ګوته کېږي.

په لندن کې د افغان کډوالو وکیل مفتاح الدین هارون وايي حکومت افغان کډوال په ډګ کې نه پرېږدي بلکې د اوسېدو د ځایونو لپاره یې ورته اقدامات کړي دي.

بریتانوي چارواکي وايي دوی په کورونو کې د کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره هلې ځلې کوي او ښايي دې لړۍ کې یې په ځینو پخوانیو پوځي اډو کې یې ترهغه میشت کړي چې کورونه ورته پیدا کېږي، خو پر دې پلان هم د بریتانیوي سیاستوالو لخوا نیوکه کېږي او وايي دا د مالیه ورکوونکو د پیسو ضایع کول دي.

په بریتانیا کې د پناه غوښتنې سیستم هر کال څه باندې درې ملیارده پونډه لګښت لري ځکه نو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي غواړي چې کډوالو ته د اوسېدو لپاره د هوټلونو پرځای نور بدیل ځایونه چې لګښت یې کم وي پیدا کړي.

په همدې حال کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د خپلو هغو کارکوونکو شمېر دوه برابره ډېروي چې د کډوالو د پناه غوښتنې عریضې څېړي څو په دې توګه یې برخلیک ژر معلوم شي چې په بریتانیا کې منل کېږي او که نه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بریتانیا زرګونو افغان کډوالو ته له هوټلونو د وتلو ضرب الاجل ټاکلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*