یومیکو تاکاشیما له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتونکې شوه

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو سازمان دغه چارواکې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې ۹۰ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي او د دغه هېواد له نیم زیات وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې په دې باور ده، چې د سرپرست حکومت وروستیو پرېکړو د بشردوستانه مرستو پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مرستیاله یومیکو تاکاشیما وايي:«یو له هغو شیانو څخه چې له مرسته کوونکو یې غواړم دا چې موږ دلته هره ورځ ګورو چې خلک هره ورځ ځورېږي، موږ دلته په افغانستان کې یوړ او غواړم له خلکو سره مرسته وکړو. نو اجازه راکړئ چې مرسته وکړو او هیله منه یم داسې پرېکړه وشي چې واقعاً وکولای شوو له خلکو سره د تمویلوونکو بشپړ ملاتړ سره مرسته وکړو خو اوس مهال دغه کار خورا ستونزمن دی.»

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکې زیاتوي چې د افغانستان ۹۸ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي او د دغه هېواد د نفوس څه باندې نیمه برخه بېړنیو نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.

د مېرمن تاکاشیما په وینا، د ملګرو ملتونو سازمان په پکتیکا ولایت کې نږدې یو زرو او درې سوه کورنیو سره د کورونو د جوړولو په برخه کې مرسته کړې ده.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې هکله وايي:«اوس له هر وخت ډېر د نړۍوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري او د دې ترڅنګ د ښځو د سوداګرۍ وده د ټولنې د اقتصادي د بې وزلۍ له کموالي سره مرسته کوي.»

مخکې له دې د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه سازمان په روان زیږدیز کال کې له افغانستان سره به زیاتې مرستې جلب کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یومیکو تاکاشیما له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتونکې شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*