بغدادي بت پرستان د نړی ټول مسلمانان غیر مسلمان ګڼي

د داعش ډلې تبلیغاتي رسنۍ د خپل تأسیس راهیسې په ټول ټال کی په دوو تبلیغاتي ټکو ډیر تمرکز کړي:

لومړی، د داعش جنایتکارې ډلې د رهبرۍ بت پرستۍ ته وده ورکول او د دغې ډلې د مشرانو د منحرف اعمالو د سم ښودلوهڅه کول.

دوهم، د امت مسلمه او د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی کول. که مو په یاد وي، موږ په تیرو لیکنو کی په کافی اندازه په دی موضوع بحث کړی دی، چی څنګه د بغدادی مریدانو د نړی په هر سیمه کی چی دیجیتالی شتون لری خپلو بادارانو ته د بنده ګی سجدی لګولی.د دې ډلې په پروپاګند باور کول چې د دې بدمرغې ډلې د تبلیغاتو په لومړي ټکي پوری تړاو نیسی یوازی د احمقانو او کم عقلو خلکو کار دی. خو، د داعشی لخوا په ښکاره او رذیلانه ډول د دین بنسټونو ته توهین او د مسلمانانو احساساتو ته سپکاوی د امت مسلمه پر پاک زړه د خنجر را کشول دی. نو، دا د ټولو مسلمانانو دنده ده چې له دغو خوارجو سره مبارزه وکړي. دلته د دغو مفسدينو د سپکاوي او د اسلام د سپېڅلي دين په اصولو د دوی ملنډی وهلو څو وروستۍ بېلګې ستاسې حضور ته وړاندی کیږی.


په داعش پورې تړلي تکفیري شیخان ټول هغه مسلمانان چې له داعش سره یې بیعت نه دی کړی غیرمسلمان ګڼي. د بېلګې په توګه دوی په ښکاره له ۲۳۰ میلیونو ډېر شیعه مسلمانان کافر او مشرک بولي او وژل یې واجب ګڼي. دوی په منظم ډول په کتابونو او خطبو کې د دې لوی شمیر مسلمانانو د ویستلو فتوا او دلایل خپروي.


برسېره پر دې، دوی هغه سني مسلمانان چې له څلورو مکتبونو (حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي) څخه د يوه مذهب پيروان دي او شمېر يې تر يو ميليارد او ۷۰۰ تنو زيات دی، د ستر فتنې پيروان ګڼي. د بېلګې په توګه د داعش له شیخانو څخه یو یې ابو زاهد ضیاءالدین زرخرید دی چې د څلورو مذهبونو پیروي ګمراهۍ او د هغوی مذهب ته ستره فتنه وایی. دغه شیخ چې تل د مسلمانانو تر منځ د تفرقې او او د مسلمانانو تر منځ د نفاق خبره کوي، څلور سني مذهبونه جعلي او طغیان ګڼي.


د داعش یو بل شیخ چې ځان د داعش ملاتړی ګڼي ابو شاکر مسلم دی. هغه تل د نړۍ د مسلمانانو د ویشلو هڅه کوي. دغه لیکوال چې د مسلم او ابو شاکر مسلم په مستعارو نومونو خپرونی کوی د داعش ګڼ کتابونه لیکلي دي، د دغه مستعار لیکوال دوه کتابونه چی «روافض (شیعه) د کفر په اړه د علماوو اقوال» او «امام ابو حنیفه او احناف» کتاب نومېږي. په لومړي کتاب کې یې یوازې هڅه کړې چې د اسلامي نړۍ ټول شیعه ګان کافر وښيي او د دې لیکوال په دویم کتاب کې یې د امام ابوحنیفه ټول پیروان ګمراه او د اسلام ضد بللي، خو په بې شرمۍ سره بیا دا اعتراف کوي چی امام ابوحنیفه یو پرهیزګاره او پوه امام دی. موږ پوهیږو چې د افغانستان او سیمې نږدې ټول خلک یا سني (د امام ابوحنیفه پیروان) او یا شیعه دي. د دغو تکفیریانو په اند د افغانستان ټول خلک کافران دي. دوی هېر کړي چې د دې خاورې خلک پرهیزګاره او د نړۍ تر ټولو متقی مسلمانان دي.


دا یوازې دوه مثالونه دي چې د داعش لخوا په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د مسلمانانو عقایدو او دین ته سپکاوی شوی دی. نو پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چې د داعش په شان ډلو د شرمناکو اعمالو غندنه وکړي او د دې فتنه پر وړاندې مبارزه وکړي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "بغدادي بت پرستان د نړی ټول مسلمانان غیر مسلمان ګڼي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*