
بغلان کې وروستیو سېلابونو له ۷۰ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې
د بغلان د کرنې او اوبو لګولو ریاست مسوولین وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې د سېلابونو له امله په دې ولایت کې له ۷۰ زره جریبه زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
د دوی په خبره، دغو سېلابونو ۵۹ زره جریبه للمي ځمکه، له ۱۲ زره جریبه زیاتې اوبیزې ځمکې او ۱۵۰ جریبه باغونه بشپړ او نیمه ډول ویجاړ کړي، چې بزګرانو ته یې درانه اقتصادي زیانونه اړولي دي.
د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رییس، عبدالکریم حذیفه و ویل: «د روان کال له پیل راهیسې، په بغلان کې د سېلابونو او ږلۍ له امله له ۵۹ زره جریبه زیاته للمي او څه باندې ۱۲ زره جریبه اوبیزه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.»
د بغلان د والي ویاند، خپلواک فاروقي و ویل: «د لومړنیو مالوماتو له مخې، په دوشي ولسوالۍ کې ۳۰ کورونه او د ډنډ غوري په خواجه الوان کلي کې شل کورونه د سېلابونو له امله ویجاړ شوي دي.»
اسلم خان چې د پلخمري ښار په چشمهشیر سیمه کې یې پر لس جریبه ځمکه لوبیا کرلې وې، وایي د حاصلاتو د راټولولو په حال کې و چې د وړمې ورځې سېلابونو یې ټول حاصلات یووړل.
اسلم خان طلوعنیوز ته و ویل: «پر دې لس جریبه ځمکه ما شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ لګولې وې؛ د تخم، کیمیاوي کود، ټراکټور او نورو لګښتونه پکې شامل دي. ټولو خلکو پر خپلو ځمکو همدومره پیسې لګولې او خواري یې کړې ده.»
د اسلم خان په څېر نور بزګران هم وایي چې خپله ټوله پانګه او حاصلات یې له لاسه ورکړي او له حکومت او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
بزګر جهانزیب و ویل: «موږ له دولت او مرستندویه بنسټونو غواړو چې له بزګرانو سره مرسته وکړي. بزګران اوس صفر ته رسېدلي او هر څه یې له لاسه ورکړي دي.»
د بغلان سیمهییز مسوولین وایي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي، ۳۰ نور ټپیان شوي، سلګونه استوګنیز کورونه ویجاړ شوي او له ۳ زرو ډېر څاروي هم تلف شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "بغلان کې وروستیو سېلابونو له ۷۰ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې"