بلاول: له ټي ټي پي سره خبرې نه کوو او نه په افغانستان کې د عملیاتو نیت لرو

واشنګټن ـــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري وایي، پاکستان به هیڅکله له ترهګرو ډلو سره تر هغه وخته خبرې ونه کړي چې دا ډلې د دې هېواد قوانینو او آیین ته درناوی نه لري. بلاول تور لګولی چې د عمران خان حکومت نه یواځې له ټي ټي پي سره نرمه رویه ساتلې بلکې وایي هغوی ته یې د پټېدو ځایونه هم ورکړي وو او د دې ډلې ډېر وسلوال یې له زندانونو خوشي کړي وو.

په پاکستان کې د فعالې وسلوالې ډلې تحریک طالبان وروستیو بریدونو اسلام اباد یو ځل بیا مجبور کړی چې له دې ډلې سره د مذاکراتو په اړه خپل نوی او غوڅ دریځ وړاندې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري وایي، د پاکستان نوی مرکزي حکومت او د پوځ نوی مشر دواړه “د ترهګرو تنظیمونو” په اړه ښکاره دریځ لري، وایي تر څو چې هغوی د پاکستان قوانینو او آیین ته درناوی ونه لري خبرې اترې به ورسره ونه شي.

بلاول بټو د سویټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د «نړیوال اقتصادي فورم» په غونډه کې د ګډون په مهال «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې ته تفصیلي مرکه ورکړې او په هغه کې یې ویلي:

“زه ډاډه یم که موږ وکولای شو له لنډمهالي افغان حکومت سره کار وکړو، چې پر دغو ډلو باندې اغېز لري، نو موږ به د خپل امنیت په ساتلو کې بریالي شو”.

د بهرنیو چارو له وزیره وپوښتل شول چې ایا پاکستان توقع لرله د افغان حکومت به د ټي ټي پي خلاف ګامونه واخلي، هغه یې په جواب کې د واشنګټن پوسټ خبریالې لالي ویمَوت ته وویل:

“زموږ همدا هیله ده او په ریښتیا سره دوی [د دوحې] په تړون کې دا منلې وه چې خاوره به یې د ترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي. موږ هیله لرو چې له دوی سره د هغو ترهګرو په ځپلو کې همکاري وکړو چې زموږ لپاره د اندېښنې وړ دي”.

بلاول بټو وویل افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي، وایي باور نه لري چې د افغان حکومت یا پاکستان به په یواځې سر پخپله د ترهګرۍ په ځپلو کې بریالي شي، وایي دواړه هېوادونه باید په دې برخه کې ګډ کار وکړي.

بلاول بټو د عمران خان په تېر حکومت تور پورې کړی او وایي هغه نه یواځې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو ته د پټېدو ځای ورکړی وو، بلکې له هغوی سره یې خبرې اترې هم کولې او د هغوی وسلوال یې له زندانونو خوشي کړي وو.

بلاول بټو وایي، پاکستان په دې وياړي چې پر خپله خاوره د ټي ټي پي او نورو ترهګرو په ځپلو کې کامیابه شو او د دغو ډلو ملا یې ماته کړه، خو وایي له بده مرغه د تحریک انصاف ګوند تېر حکومت د پاکستاني طالبانو د خوشالولو پالیسي ترسره کړه:

“ښاغلی [عمران] خان له دغو ډلو سره په خبرو اترو بوخت شو. هغه له نظریاتي پلوه تل د دوی د دریځ خواخوږی پاته شوی دی”.

عمران خان یا د هغه د تېر حکومت بل کوم وزیر یا چارواکي تر اوسه د بلاول بټو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی او د تحریک طالبان پاکستان له خوا هم د بهرنیو چارو د وزیر تازه خبرو ته څه غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی.

له بلاول بټو وپوښتل شول چې ایا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د خپلو پوځونو په ایستلو په دې هېواد کې ګډوډي جوړه نه کړه، بلاول وویل اوس چې هلته هر ډول حالت پېښ دی، دا یو حقیقت دی خو وایي “موږ ټول باید جوړجاړی ورسره وکړو او اړتیا دې ته ده چې په افغانستان کې له لنډمهالي حکومت سره په سنجیده توګه ښکېل شو”.

تحریک طالبان وسلوالې ډلې تېر کال د افغان حکومت په منځګړتوب د پاکستان له حکومت سره په کابل کې څو ځله خبرې وکړې او له مې میاشتې راهیسې یې ډزبندي هم اعلان کړې وه، خو د خبرو تر ناکامېدو وروسته یې په تېره نومبر میاشت کې دغه ډزبندي بیرته ختمه کړه او له هغه راهیسې یې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پر امنیتي ځواکونو او پولیسو د ګڼ شمېر داسې بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې ده چې پکې پوځیان او امنیتي عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي.

بلاول بټو زرداري د ترکیې انادولو خبري ایجنسۍ ته په یوه بله مرکه کې ویلي، پاکستان څه اراده نه لري چې له خپلې پولې هاخواته په افغانستان کې د وسلوالو ډلو خلاف عملیات وکړي، خو د افغان حکومت یې د دغو ډلو د ځپلو غوښتنه وکړه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بلاول: له ټي ټي پي سره خبرې نه کوو او نه په افغانستان کې د عملیاتو نیت لرو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*