اوسمهال د هېواد په بندخونو کې له ۱۷ زرو ډېر کسان شته

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولین وايي، چې اوسمهال د هېواد په ټولو بندخونو کې هېڅ سیاسي بندیان نشته او د ټولو بندیانو شمېر څه باندې ۱۷ زره کسانو ته رسېږي.

د امارت د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو کورنیو رسنیو ته ویلي چې د دوی واک ته له رسېدو وروسته د ټولو بندیانو شمېر ۱۷ زره ۶۰۰ ته رسېدلی چې نږدې ۵۵۰ یې هغه ښځې دي چې زیاتره د اخلاقي فساد او وژنو په تړاو نیول شوي دي. 

د دې ادارې مرستیال، حبیب الله بدر په بندخونو کې د بندیانو د شکنجه‌کېدو راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی اوسمهال هېڅ بندي نه شکنجه کېږي او نه له تاوتریخوالي سره مخ شوی دی.

بدر همداراز ویلي چې پر جنایي جرمونو د تورنو بندیانو لپاره د مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې او زیاته کړې یې ده چې د لوی اختر په مناسبت یو شمېر کسان آزاد شي. 

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولین وايي، چې اوسمهال د هېواد په ټولو بندخونو کې هېڅ سیاسي بندیان نشته او د ټولو بندیانو شمېر څه باندې ۱۷ زره کسانو ته رسېږيد امارت د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو کورنیو رسنیو ته ویلي چې د دوی واک ته له رسېدو وروسته د ټولو بندیانو شمېر ۱۷ زره ۶۰۰ ته رسېدلی چې نږدې ۵۵۰ یې هغه ښځې دي چې زیاتره د اخلاقي فساد او وژنو په تړاو نیول شوي دي. د دې ادارې مرستیال، حبیب الله بدر په بندخونو کې د بندیانو د شکنجه‌کېدو راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی اوسمهال هېڅ بندي نه شکنجه کېږي او نه له تاوتریخوالي سره مخ شوی دی.بدر همداراز ویلي چې پر جنایي جرمونو د تورنو بندیانو لپاره د مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې او زیاته کړې یې ده چې د لوی اختر په مناسبت یو شمېر کسان آزاد شي. 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوسمهال د هېواد په بندخونو کې له ۱۷ زرو ډېر کسان شته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*