د بودیجې کموالي او په افغانستان کې پر بشري مرستو یې ناوړه اغېزې

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږی کوونکی بنسټ یا (اوچا) ویلي چې د بودیجې کموالي، په افغانستان کې بشري مرستې او د ماشومانو لپاره د ټولګیو جوړول له ستونزو سره مخ کړي دي.

اوچا زیاتوي، له ۲۹ اعشاریه ۲ مېلیونو افغانانو سره د مرستې په موخه ۳ اعشاریه ۲ مېلیارده ډالرو ته اړتیا لري چې تر دې دمه د دغو مرستو ۷۴۴ مېلیون ډالره راټولې شوې دي.

ورته مهال ځينې هېوادوال په هېواد کې د بې‌وزۍ او بې‌کارۍ له زیاتوالي شکایت کوي.

۷۲ کلن ګل محمد د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو اندېښمن کړی دی. نوموړی وايي، په ۲۴ ساعتونو کې د یو وخت نمړۍ لګښت ډېر په ګرانه پیدا کوي.

ګل محمد د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«ما ته چا کار نه‌راکاوه چې ته سپین‌ږیری یې، د اته کسیزې کورنۍ سرپرست یم. دلته د بایسکل د ترمیم او بوټونو د رنګ کار کوم. الله مهربان دی، سل، یو نیم سل افغانۍ پیدا کېږي.»

۳۰ کلن فواد بیا وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د کار و بار د نشتوالي له امله د کابل په یوه څنډه کې د بوټونو رنګولو ته مخه کړې ده.

د کابل اوسېدونکی فواد زیاتوي:«پخوا په شرکتونو کې مې کار کاوه او ښه وه. اوس هغه پخوانی کارو بار نشته او شرکتونه نشته. بې‌کاري ده او دغه کسب ته مې مخه کړې چې یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا شي.»

بلخوا د اقتصاد وزارت افغانستان ته د بشري مرستو پر زیاتوالي ټينګار کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري طلوع‌نیوز ته وايي:«د نړۍوالې ټولنې د مرستو کموالی د افغانستان د خلکو پر ژوند منفي اغېزې لري او دا موږ خواشیني کوي. له نړۍوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خلکو ته مرستې دوام ولري.»

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې د نړۍوالې ټولنې د مرستو کموالی به په افغانستان کې بشري ناورین او د خوړو د نه خوندیتوب کچه لا زیاته کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه آذرخش حافظي وايي:«لازمه ده چې موږ هم په خپلو پښو ودرېږو او خپل ملي اقتصاد جوړ کړو او د دې دلیل چې اوس دغه مرستې کمې شوې دي، دا دی چې نړۍ په یوه اقتصادي ناورین کې ده.»

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي هم څرګندوي:«دغه مرستې کولای شي چې د انساني ناورین مخه تر یوه بریده ونیسي؛ خو هېڅ نه شي کولای چې د بې‌وزۍ د کموالي په برخه کې کوم مثبته اغېزه ولري.»

د اوچا د راپور پر بنسټ، د بشري مرستو کموالی به ددې لامل شي چې ۱۶۶ زره ماشومان د زده کړو له فرصته بې برخې شي او ۱۹ اعشاریه ۱ مېلیون کسان به هم د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بودیجې کموالي او په افغانستان کې پر بشري مرستو یې ناوړه اغېزې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*