‘افغانستان سږ کال د لسګونه میلیون ډالرو په ارزښت تازه میوه صادر کړې’

د حکومت چارواکي وايي په تېرو څو میاشتو کې له افغانستان د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت تازه میوه، اروپا، امریکا او ځینو اسیايي هېوادونو ته صادر شوې ده.

چارواکي وايي د تازه میوې او سبزیجاتو د صادراتو لپاره یې اوس ټول امکانات برابر کړي او ګمرکونو ته لارښونه شوې چې لومړیتوب تازه میوو او سبزیجاتو ته ورکړي.

په ورته وخت کې بڼوال او د تازه میوو سوداګر غوښتنه کوي چې کرنیزو حاصلاتو ته یې سړې خونې جوړې شي چې په مناسب وخت کې یې مارکیټ ته وړاندې کړای شي.

په افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاکستان، هند، متحده عربي امارات، ترکیه، اتریش، ، هالنډ، کاناډا او امریکا هغه هېوادونه یادوي چې له افغانستان ورته په تېرو څلورو میاشتو کې د دوی په وینا د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه میوه صادر شوې ده.

دا چې په دې تازه میوه کې څه څه شامل وو، د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه بي‌بي‌سي‌ ته ویلي‌ “ډېره تازه میوه چې له هېواده بهر صادر شوې ده، زرد الو، انګور، مڼې، د الوچو بېلابېل ډولونه، اینځر، هندواڼه، خربوزه، توتان، او کیوي په کې شامل وو، چې ارزښت یې ۲۳ میلیونو ډالرو ته رسېږي.”

خبربوزه

د چارواکو وینا ده چې اوس په ګمرکونو کې لومړیتوب تازه میوو او سبزیجاتو ته ورکول کېږي او سوداګر کولای شي چې هرکله وغواړي له تازه میوو بار لارۍ په ګمرکونو کې طی مراحل کړي.

په حکومت کې د ګمرکونو لوی ریاست هم ګمرکونو ته لارښونه کړې چې د تازه میوو او سبزیجاتو د سوداګرۍ د شرکتونو موټرو ته د باور په صورت کې له جر وهلو پرته له کمرګونو نه د وتلو اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تازه میوو او سبزیجاتو ځیني سوداګر شکایت کوي چې دوی نه شي کولای چې له پاکستان پرته نورو هېوادونو ته تازه میوه او سبزیجات صادر کړي.

په کندهار کې د تازه میوو سوداګر حاجي عبدالله خان مني چې په ګمرکونو کې ډېری ستونزې هوارې شوي خو غوښتنه کوي چې د ښو عوایدو لپاره باید سړې خونې ورته جوړې شي.

انار

افغان بڼوال او سوداګر وايي، په هېواد کې یې د وچکالۍ له امله کرنیز توکي د کال په ډېره برخه کې په لوړه بیه پلورل کېږي، خو د حاصل په وخت کې یې دوی په ډېره ارزانه بیه خرڅوي.

غوښتنه یې د تېر په څېر دا ده چې د دغو حاصلاتو د زېرمه کولو او په مناسب وخت کې یې د بازار موندنې لپاره هڅې او پانګونه وشي.

بزګران او د تازه میوو سوداګر له اوږدې مودې راهیسې د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو د جوړولو غوښتنه کوي.

بل پلوه د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي چې د تازه میوې د صارداتو د ډېرولو لپاره اړتیا ده چې نور هوايي دهلېزونه هم فعال شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "‘افغانستان سږ کال د لسګونه میلیون ډالرو په ارزښت تازه میوه صادر کړې’"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*