
تخار کې د بوټ جوړولو صنعتکاران د ملاتړ غوښتنه کوي
تخار کې د بوټ جوړولو یو شمېر صنعتکاران وایي، د خرڅلاو بازار یې د تېر پرتله د پام وړ ښه شوی دی او صادرات یې د نورو ولایتونو سربېره بهر ته هم زیات شوي دي.
مجیبالرحمن د تخار د مرکز تالقان ښار په یوه څنډه کې له نهو کلونو راهیسې د بوټ ګنډلو کارخونه لري.
نوموړی وایي چې د پخوا پرتله، کورنیو بوټانو ته د هېوادوالو د لېوالتیا د زیاتېدو له امله یې د خرڅلاو بازار د پام وړ ښه شوی او وده یې کړې ده.
مجیبالرحمن طلوعنیوز ته و ویل: «اوس مهال زموږ د خرڅلاو بازار ښه دی، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شو کولای خپل کاروبار پراخ کړو او یوازې دومره توان لرو چې د خپل دوکان لپاره بوټان تولید کړو.»
د بوټ ګنډلو صنعتکاران وایي، که حکومت او مرستندویه ادارې د کارخونو د جوړولو او د وسایلو د برابرولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، د دوی د تولید ظرفیت به څو برابره زیات شي او کولای شي د هېواد د بازار اړتیاوې پوره کړي.
تخار کې صنعتکار، عظیمالله و ویل: «له حکومته غواړو چې موږ ته ښه وسایل او تجهیزات برابر کړي، یا یوه لویه کارخونه جوړه کړي څو وکولای شو د بازار غوښتنې پوره کړو.»
د تخار اوسېدونکي، محمود اعظم و ویل: «کورني بوټان د بهرنیو بوټانو پرتله ښه کیفیت لري او زموږ غوښتنه له خلکو دا ده چې له دغو تولیداتو ډېر کار واخلي.»
په ورته مهال، د تخار د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.
د تخار د صنعت او سوداګرۍ رییس، عبدالرحمن غزنوي و ویل: «انشاءالله هره موسسه چې راشي، موږ به هڅه وکړو او ټینګار به وکړو چې د دې برخې د صنعتکارانو ملاتړ وکړي، څو د هغوی کاروبار نور هم وده وکړي.»
د تخار صنعتکاران وایي چې د خپلو کارخونو تولید شوي بوټان د هېواد بېلابېلو ولایتونو او حتی ځینو بهرنیو هېوادونو ته هم صادروي.
لومړی نظر وکړئ on "تخار کې د بوټ جوړولو صنعتکاران د ملاتړ غوښتنه کوي"