نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د نورستان مسوولین وايي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي دي. 

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس، سمیع‌الحق بیان ویلي چې دا پېښه تېره شپه د وږي لومړۍ نېټه د نورګرام ولسوالۍ په لتوا سیمه کې شوې ده. 

د هغه په وینا، دا پېښه د ډاډنسې د چپه‌کېدو له امله شوې ده.

مسوولینو تر اوسه په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون د پنځو کسانو مرګ‌ژوبله تایید کړې ده.

تر دې وړاندې په زیاتو ولایتونو کې ترافیکي پېښو ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. 

نورستان یو له هغو ولایتونو دی چې اوسېدونکي یې وخت ناوخت د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي.

په هېواد کې د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*