
تورخم لار تر ۲۵ ورځني بندښت وروسته نن د بار وړونکو ګاډو او ناروغانو پر مخ پرانیستل شوه.
د معلوماتو له مخې، هغو موټرانو ته هم پر تورخم د اوښتو راوښتو اجازه ورکړل شوې چې ناروغان پکې دي.
تر دې مخکې د ا.ا. حکومت د ننګرهار د والي ویاند قاضي ملا عادل هم رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې دغه خبره کړې وه.
ښاغلي عادل ویلي وو، “نن چهارشنبه څلور بجې د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو، سوداګریزو مالونو او عاجلو ناروغانو پر مخ خلاصېږي. همدا راز پرېکړه شوې چې دا دروازه به د جمعې په ورځ (د روژې ۲۱مه) د هر ډول تګ راتګ لپاره په بشپړ ډول خلاصه شي.”
د بيبيسي اردو څانګې د معلوماتو له مخې، تورخم لار د پاکستان او افغانستان قبایلي مشرانو، عالمانو او سوداګرو تر جرګو او ورپسې د پولهساتو ځواکونو تر منځ له غونډې وروسته خلاصه شوې ده.
ځينو حکومتي سرچینو ویلي چې سهار وختي د ګمرک کارکوونکو ته هلته د حاضرېدو خبر ورکړل شوی و خو پر پلې لار د اوښتو لپاره د تلاشۍ پر سکنرونو (ماشیونونو) کار پيل شوی او ترې وروسته به هغوی هم پر تورخم واوښتلی شي.
د رپوټونو له مخې، تورخم دروازه تر هغه وروسته وتړل شوه چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د ا.ا. حکومت سرحدي ځواکونو پوستې جوړولې او د پاکستان لوري اعتراض کړی او وروسته یې تر منځ نښته شوې وه.
د کرښې دواړو خواو ته زرګونه بار وړونکي موټر ۲۵ ورځې ولاړ پاتې شول او سوداګرو ویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره زرګونه ډالر تاوان ور اړوي.
همدا راز ناروغان او خپلو خپلوانو کره پر ډیورنډ کرښه تګ راتګ کوونکي هم له ځور سره مخامخ وو.
د یادولو ده چې د دواړو لورو سوداګر او قومي مشران څو ځلې سره جرګه شول خو تر دې وړاندې یې کومه ګټوره پایله یې نه لرله.
د ډیورنډ کرښې پورې د پاکستاني اړخ د سوداګرو استازي خالد شینواري ځايي خبریالانو ته تر دې وروستۍ ناستې مخکې وړمه ورځ (کب ۲۷/ مارچ ۱۷) ویلي وو چې جرګې د دواړو غاړو له حکومتونو وغوښتل چې پر یو بل بریدونه ونه کړي، د پوځي بنسټونو جوړولو پر سر شخړو ته حل پیدا کړي او دا لار پرانیزي.
د جرګې یوه ګډونوال ملک تاج الدین بيبيسی ته ویلي وو چې د پاکستان له اړخه ۳۶ او د افغانستان له لوري ۲۵ تنو سوداګرو دغه ناسته کې ګډون درلود او تمې شته چې یوه پایله به ولري.
د جرګې یو افغان ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي هغه ورځ بيبيسي ته وویل “د پاکستاني پلاوي غوښتنه ده دا وه چې پر کرښه د ا.ا. حکومت لخوا د جوړېدونکې امنیتي پوستې کار باید ودرېږي او پر همدې شرط پاکستان چمتو دی چې د تورخم لار پرانیزي.”
هغه ویل چې په تورخم کې د ا.ا. حکومت کمیسار عبدالجبار حکمت د پاکستاني پلاوي دغې غوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې ” پر امنیتي پوسته د کار درول د دوی صلاحیت نه دی” او دا چې لوړپوړي مشران یې واک لري.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی چې د تورخم لارې د خلاصون هڅې یې څارلې ویلي وو چې ” د پاکستان لوري غوښتنې زموږ د پلاوي له لوري د ننګرهار والي ته رسول شوي او موږ به د هغو ځواب ته په تمه یو.”
ښاغلی الکوزي همدا راز ویل، دوی له پاکستاني حکومته غوښتي چې سیاسي کشالې او پر ډیورنډ کرښه کې د پوځي بنسټونو مسایل له سوداګرۍ لرې وساتل شي.
لومړی نظر وکړئ on "تورخم لار یوازې بار وړونکو موټرانو او ناروغانو ته پرانیستل شوه"