توماس وېسټ د منځنۍ اسيا هېوادونو له استازو سره د افغانستان په تړاو غږېدلی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست دوحه کې له افغان استازو د لیدنې په درشل کې ویلي، د منځنۍ آسیا د هېوادونو له استازو سره یې د امنیت، بشري حقونو او اقتصاد په اړه خبرې کړې دي.

توماس وېسټ سیمې ته د خپل سفر په پیل کې د منځنۍ آسیا هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه غږېدلی.

ښاغلي وېسټ د قزاقستان په آستانه کې د دې لیدنې په تړاو پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، چې افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو سره په دې غږېدلی چې څنګه کولی شي د افغانانو ملاتړ وکړي.

هغه د دې کتنې په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي چې دې غونډه کې د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري مرستو په ګډون په ډېرو مهمو مسلو يې خبرې کړې دي.

د منځنۍ آسیا هېوادونه چې ځینې یې د افغانستان له حکومت سره ښې اړیکي لري، په ټوله کې د افغانستان په تړاو امنیتي اندېښنې هم لري.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست دوحه کې له افغان استازو د لیدنې په درشل کې ویلي، د منځنۍ آسیا د هېوادونو له استازو سره یې د امنیت، بشري حقونو او اقتصاد په اړه خبرې کړې دي.

توماس وېسټ سیمې ته د خپل سفر په پیل کې د منځنۍ آسیا هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه غږېدلی.

ښاغلي وېسټ د قزاقستان په آستانه کې د دې لیدنې په تړاو پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، چې افغانستان لپاره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو سره په دې غږېدلی چې څنګه کولی شي د افغانانو ملاتړ وکړي.

هغه د دې کتنې په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي چې دې غونډه کې د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري مرستو په ګډون په ډېرو مهمو مسلو يې خبرې کړې دي.

د منځنۍ آسیا هېوادونه چې ځینې یې د افغان له حکومت سره ښې اړیکي لري، په ټوله کې د افغانستان په تړاو امنیتي اندېښنې هم لري.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې لپاره ګومارل شوي ترکي دیپلومات سنیرلي اوغلو متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبد الله بن زاید سره کتلي دي.

شيخ زايد

د اماراتو رسنۍ وايی چې ښاغلي بن زاید د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ملګرو ملتونو د روانو هڅو ملاتړ کوي.

دې کتنه کې د متحده عربي اماراتو د وړاندیزونو او له ملګرو ملتونو سره د ګډ کار په اړه هم خبرې شوې خو تفصیل یې نه دی ورکړل شوی.

ښاغلي سنیرلي اوغلو دنده لري چې د افغانستان وضعیت په خپلواک توګه وڅېړي او خپل رپوټ ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. ټاکل شوې له دې رپوټ وروسته به د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

دا غونډه د هغې غونډې په دوام بلل شوې چې تېرې مۍ میاشت کې شوې وه او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش به د افغانستان لپاره د هېوادونو له استازو سره د افغانستان د وضعیت او هلته د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "توماس وېسټ د منځنۍ اسيا هېوادونو له استازو سره د افغانستان په تړاو غږېدلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*