جاپان افغان زده‌کوونکو ته نوي‌ تحصلي بورسونه اعلان کړي

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي‌ چې هیواد یې افغان زده‌کوونکو ته نوي‌ تحصیلي‌ بورسونه په پام کې نیولي او ژر به په دې برخه کې نوم لیکنه پیل شي.

دغه سفارت د شنبه په ورځ مۍ یولسمه (ثور ۲۲) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي‌ چې دا تحصیلي‌ بورسونه د تخصص او دکترا تر کچې دي.

د جاپان د سفارت د معلوماتو له مخې دا بورسونه د دغه هیواد د پوهنې،‌ فرهنګ،‌ لوبو او علومو او ټکنالوجۍ وزارت له خوا افغان محصلینو ته په ۲۰۲۵ میلادي‌ کال کې په پام کې نیول شوي‌ دي.

دغه سفارت د نویو اعلان شویو تحصیلي بورسونو په اړه په خپرو شویو معلوماتي‌ پاڼو کې ویلي‌ چې په شرایطو د برابرو کسانو د غوره کولو بهیر په افغانستان کې د اغا خان بنسټ له خوا ترسره کېږي.
د جاپان سفارت د دغو تحصیلي‌ بورسونو شمیر څرګند کړی نه دی او په دغه پروګرام کې یې د افغان نجونو د ګډون په اړه څه نه دي‌ ویلي.

جاپان په داسې حال کې افغان زده‌کوونکو ته د بورسیې ورکولو اعلان کړی چې په افغانستان کې د جمهوري‌ نظام له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته له افغان زده‌کوونکو سره د تحصیلي بورسونو مرستې ځنډول شوې دي.

طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز لګولی او تیر کال یې یو شمیر افغان نجونې پرینښودلې چې د زده‌کړو لپاره متحده عربي‌ اماراتو لاړې شي.

د الحبتور ګروپ مشر خالد احمد الحبتور چې دغو نجونو ته تحصیلي بورسونه برابر کړي‌ و د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۳مه وویل:‌”هغه ناهیلي‌ چې زه احساسوم بیانولی یې نشم،‌ ځکه افغان نجونې چې ما ورته تحصیلي‌ بورسونه برابر کړي و،‌ په خواشینۍ سره د چې د طالبانو د مداخلې له امله د دوبۍ هوایي‌ میدان ته ونرسیدلې.“

الحبتور ګروپ شاوخوا ۱۰۰ افغان نجونو ته تحصیلي‌ بورسونه برابر کړي‌ و.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د دویم ځل لپاره واک ته له رسیدلو وروسته په افغانستان کې له لومړنۍ دورې پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه او له هغې وروسته یې ښځې له لوړو زده کړو او په بهرنیو بنسټونو کې له کار کولو منع کړې.

طالبانو ویلي‌ چې نجونو پر زده‌کړو بندیزونه موقتي‌ دي‌ خو د ښځو د حقونو یو شمیر فعالان وايي‌ چېدا ډله د ښځو پر زده‌کړو او کار باور نه لري‌ او هیڅ‌کله به لګول شوي‌ بندیزونه لرې نه کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جاپان افغان زده‌کوونکو ته نوي‌ تحصلي بورسونه اعلان کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*