جرمني وايي، د هغو افغان کډوالو پر شړلو غور کوي، چې د دې هېواد ‘امنیت ته خطر’ وبلل شي

د جرمني په مانهایم ښار کې د یوه افغان بریدګر په لاس د یوه پولیس افسر وژل کېدو او یو شمېر نورو کسانو له ټپي کېدو وروسته د دغه هېواد چارواکو ویلي، بېرته افغانستان ته د هغو افغان کډوالو پر استولو غور کوي چې د برلین له نظره د جرمني امنیت ته خطر رامنځته کوي.

د جرمني کورنیو چارو وزیرې نانسي فائزر د روانې جون میاشتې پر څلورمه خبریالانو ته په دې هکله وویل: ”ما ته څرګنده ده، چې کوم کسان د جرمني د امنیت لپاره ګواښ وبلل شي، باید په چټکۍ سره وایستل شي، چې په دې کې افغانستان او سوریې ته هم د کسانو استول هم پکې شامل دي.”

نوموړې زیاته کړه: ”زه قاطعانه وایم، د جرمني امنیتي ګټې په څرګند ډول د هغو کسانو د ګټو پرتله ډېرې مهمې دي، چې د دې سیاست تر اغېز لاندې راځي.”

د یادونې ده، چې جرمن پولیسو د تېرې جمعې پر ورځ وویل، یو کس د پولیسو په ډزو کې له ټپي کېدو وروسته نیولی، چې د” پاکس یوروپ” په نامه اسلام مخالفې ډلې پر غړو یې د چاکو ګوزارونه کړي وکړل.

د دې ډلې پر کسانو هغه مهال برید وشو، چې د یوې غونډې لپاره چمتوالی کاوه.

په دې پېښه کې ۷ کسان ټپیان شوي وو او د پولیسو یو افسر چې په دې پېښه کې ټپي شوی و، لږ وروسته په روغتون کې مړ شو.

د دې پېښې مشکوک برید ګر چې ویل کېږي، یو ۲۵ کلن افغان دی، په ۲۰۱۴ کال کې جرمني ته تللی و. دغه کس په هغه پېښه کې په ډزو ویشتل شوی او ټپي دی.

دغې پېښې پراخ غبرګونونه درلودل او په جرمني کې ځینو فعالانو له کډوالو سره د لا سختو لارو چارو خپلولو غوښتنه وکړه.

داسې فکر کېږي، چې په دې هکله به جرمني کې پراخ غبرګون څرګند شي او د بشري حقونو فعالان به ورسره مخالفت وکړي، ځکه په جرمني کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د طالبانو له لاسه یې هېواده وتلي او که بېرته هلته واستول شي، د سر له خطر سره به مخامخ شي.

د یادونې ده، چې جرمني په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیک اړیکي نه لري.

جرمني په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هغو افغان کډوالو ایستلو لړۍ هم ودروله چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وو. بل لور

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جرمني وايي، د هغو افغان کډوالو پر شړلو غور کوي، چې د دې هېواد ‘امنیت ته خطر’ وبلل شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*