”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

فیلیپني رسنۍ وايي چې نن چهارشنبه (۲۵ ذوالقعده / ۱۴ جون) د فیلیپین د لاناو دیلسور ولایت په مراوي ښار کې د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشي خوارجو امیر وژل شوی دی.

د جنوب ختیځې اسیا لپاره د خوارجو دا مشر فهار الدین بینیتو حاجي ستار نومېده او په ابو زکریا هم مشهور و. راپورونه وايي چې د ابو زکریا تر وژل کېدو وروسته په یوه بله نښته کې د فیلیپین لپاره د داعشیانو مسؤل جوهاري سانداب (مورسید) هم وژل شوی دی.

ابو زکریا د فیلیپین له ماوتي ګروپ سره تړاو درلود. دا هغه ډله ده چې په ۲۰۱۷ز کال کې یې مراوي ښار ونیو او جګړه یې پیل کړه، خو تر پنځه میاشتې جنګ وروسته یې د سختو تلفاتو په لیدلو سره ښار پرېښود.

ویل کیږي چې ابو زکریا په ۲۰۱۹ز کال کې د عویده مروهومبسر (ابو ذر) په نوم داعشي تر وژل کېدو وروسته د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشي خوارجو والي وټاکل شو. داعشیان اندونیزیا، مالیزیا، فیلیپین او ورڅېرمه سیمو ته د جنوب ختیځې اسیا ولایت وايي.

فیلیپني رسنۍ وايي چې نن چهارشنبه (۲۵ ذوالقعده / ۱۴ جون) د فیلیپین د لاناو دیلسور ولایت په مراوي ښار کې د اسیا لپاره د داعشي خوارجو امیر وژل شوی دی.

د جنوب ختیځې اسیا لپاره د خوارجو دا مشر فهار الدین بینیتو حاجي ستار نومېده او په ابو زکریا هم مشهور و. راپورونه وايي چې د ابو زکریا تر وژل کېدو وروسته په یوه بله نښته کې د فیلیپین لپاره د داعشیانو مسؤل جوهاري سانداب (مورسید) هم وژل شوی دی.

ابو زکریا د فیلیپین له ماوتي ګروپ سره تړاو درلود. دا هغه ډله ده چې په ۲۰۱۷ز کال کې یې مراوي ښار ونیو او جګړه یې پیل کړه، خو تر پنځه میاشتې جنګ وروسته یې د سختو تلفاتو په لیدلو سره ښار پرېښود.

ویل کیږي چې ابو زکریا په ۲۰۱۹ز کال کې د عویده مروهومبسر (ابو ذر) په نوم داعشي تر وژل کېدو وروسته د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشي خوارجو والي وټاکل شو. داعشیان اندونیزیا، مالیزیا، فیلیپین او ورڅېرمه سیمو ته د جنوب ختیځې اسیا ولایت وايي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*