د افغان حاجیانو لومړۍ الوتکه کابل ته را ورسیده

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي؛ د حاجیانو ۳۴۶ کسیزه لومړی ډله کابل ته را رسېدلې او پاتې افغان حاجیان به په نږدې ورځو کې له سعودي غربستان څخه هېواد ته را ولیږدول شي.

افغان حاجیان د حج د فریضې له ادا کولو وروسته هېواد ته پر راستنیدو خوښي څرګندوي او وایي، چې امارت دوی ته د حج پر مهال ښه امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې وې.

افغان حاجیان وايي، چې د حج په مراسمو کې سږ کال ښه خدمتونه برابر شوي وه او حاجیانو له کومې ستونزې پرته د حج مناسک پر ځای کړل.

د حج د مراسمو ښوونکی سیف الله ویلي؛ سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

دغه راز ویل کیږي، چې سږ کال یو زیات شمېر دولتي چارواکي هم حج ته تللي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، دولتي مامورینو د خلکو له ونډې نه، بلکې له دولتي ونډې د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال له افغانستان څخه ۱۲ زره کسان د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وه؛ خو سږ کال ۳۰ زره کسانو د حج په فریضه کې ګډون کړی او هیله دا ده، چې په راتلونکیو کلونو کې به د افغانستان ونډه نوره زیاته شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي؛ د حاجیانو ۳۴۶ کسیزه لومړی ډله کابل ته را رسېدلې او پاتې افغان حاجیان به په نږدې ورځو کې له سعودي غربستان څخه هېواد ته را ولیږدول شي.

افغان حاجیان وايي، چې د حج په مراسمو کې سږ کال ښه خدمتونه برابر شوي وه او حاجیانو له کومې ستونزې پرته د حج مناسک پر ځای کړل.

د حج د مراسمو ښوونکی سیف الله ویلي؛ سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

دغه راز ویل کیږي، چې سږ کال یو زیات شمېر دولتي چارواکي هم حج ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال له افغانستان څخه ۱۲ زره کسان د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وه؛ خو سږ کال ۳۰ زره کسانو د حج په فریضه کې ګډون کړی او هیله دا ده، چې په راتلونکیو کلونو کې به د افغانستان ونډه نوره زیاته شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغان حاجیانو لومړۍ الوتکه کابل ته را ورسیده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*