حاجیان په عرفات کې

حاجیان په عرفات کې
حاجیان په عرفات کې

نن (سې شنبه، د ذو الحجې نهمه) د عرفات ورځ ده. په سعودي عرب کې حاجیان له منی نه عرفات ته ځي او ورځ هلته تېروي. عرفات د حج یو مهم او لوی رکن دی.

د سعودي عرب د حج وزارت ویلي، سږ کال د حاجیانو شمېر ۲٫۳ میلیون ته رسېدلی دی.

د عرفات میدان له مکې مکرمې نه نژدې ۲۲ کیلومتره لیرې پر یوه نرمه ځمکه دی چې ورڅېرمه د عرفات غر هم پروت دی. دا غر د (رحمت غر) په نامه مشهور دی چې لوړوالی یې ۳۰ مترو ته رسېږي.

زرګونه حاجیان منی کې د (ترویې) ورځ تېروي
زرګونه حاجیان منی کې د (ترویې) ورځ تېروي

عرفات د مکې مکرمې او طایف ښارونو په منځ کې موقعیت لري او له منی نه ۱۰ کیلومتره واټن لري.

حاجیانو تېره ورځ منی کې تېره کړې ده.‌

حاجیان په عرفات کې د ماسپښین او مازدیګر د جماعت لمونځونه په قصر ادا کوي او هلته د (نمرة)‌ جومات خطبه اوري، د همدې ورځې له لمر لوېده سره سم مزدلفې ته له خوځېدو وړاندې دعاګانې کوي.

په مزدلفه شپه تېروي او هلته د جُمرو (شیطانانو ویشتلو) لپاره کاڼي راغونډوي.

د ذي الحجې پر لسمه ګهیځ، حاجیان منی ته د شیطانانو ویشتلو لپاره ورځي.‌ بیا خپل وېښتان خريي یا لنډوي. قرباني کوي او کعبې شریفې ته د “افاضه” په نامه طواف لپاره ورځي.‌

بیا منی ته د تشریق د ورځو لپاره بېرته ستنېږي او وروسته مکې ته د (وداع)‌ یا خدای پامانۍ طواف لپاره ورځي چې په دې سره د حج مراسم ختمېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "حاجیان په عرفات کې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*