ټام ویسټ: افغانستان کې تر ټولو ستره اندیښه مو د داعش-خراسان شتون دی

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش-خراسان څانګې شتون د امریکا لپاره تر ټولو ستره اندیښنه ده ځکه دا ډله په نورو هیوادونو کې د بریدونو کولو نیت لري.

ښاغلي ویسټ چې سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) یې په واشنګټن ډي سي کې د سټیسمن په څیړنیز مرکز کې د افغانستان په برخې کې د متحده ایالاتو پالیسۍ په هکله په بحث کې خبرې کولې، وویل چې په افغانستان کې د امریکا عمده هدف دا دی چې دا هیواد یو ځل بیا د هغو ډلو د پټیدو په خوندي ځای بدل نشي چې په متحده ایالاتو او متحدینو یې د برید کولو هوډ لري.

خو د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي وویل چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال راپدیخوا د داعش-خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وه او پدې مودې کې د دې ډلې لږ تر لږه ۸ مهم غړي وژل شوي چې په نورو هیوادونو کې د بریدونو کولو په پلان جوړولو کې یې لاس درلود.

ویسټ وویل چې د طالبانو د “سختې مبارزې” له کبله چې همدا اوس هم روانه ده، د داعش-خراسان څانګې وړتیا د پام وړ توګه کمزورې شوې خو تر څنګ یې وویل چې متحده ایالات د دې ډلې د شتون په هکله ځکه اندیښنه لري چې د افغانستان څخه د باندې بریدونو هیله لري.

ټام ویسټ په سیمه کې د القاعدې د شتون په هکله د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز مشر کریسټي ابیزید خبره تکرار کړه چې ویلي یې و، دا شبکه “پخپل تاریخي مرکز افغانستان او پاکستان کې شتون لري خو بیرته ژوندۍ کیدل یې احتمال نلري”.

ښاغلي ابیزید دا هم ویلي و چې د القاعده شبکې د “هدف لاسرسی، د مشرتابه وړتیا، ګروپي یو ځای کیدنې، د ټیټ رتبه او لوړ رتبه تعهد او په سیمه ایز چاپیریال کې د راټولیدو” وړتیا د لاسه ورکړې او دا یې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا د متحده ایالاتو او متحدینو د مبارزې نتیجه یاده کړه.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي پخپلو خبرو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) ډله د سیمې لپاره تر ټولو خطرناکه یاده کړله.

ویسټ وویل چې په ځانګړې توګه په پاکستان کې ددې ډلې بریدونو زور اخیستی.

پاکستان هم ادعا لري چې د پاکستاني طالبانو بریدونه ډیر شوي او وایي چې د دې ډلې مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه پدې هیواد کې د بریدونو بندوبست کوي.

د افغانستان سره بشري مرستې:

ویسټ په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت “بوږنوونکی” وباله او زیاته یې کړه چې متحده ایالات د خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

دې جګپوړي امریکایي دیپلومات وویل چې په افغانستان کې ۹۷ په سلو کې خلک په نیستۍ کې ژوند کوي او څه باندې ۲۹ میلونه وګړي ژوندي پاتي کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

سره لدې چې ښاغلي ویسټ وویل د نړیوال بانک ارقامو له مخې په افغانستان کې په تیرو څو کالونو د صادرات ډیر شوي، پولي واحد ثابت شوی او انفلاسیون کم شوي خو هغه زیاته کړه چې ددې پرمختګونو ګټه عامو افغانانو ته نده رسیدلې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ټام ویسټ: افغانستان کې تر ټولو ستره اندیښه مو د داعش-خراسان شتون دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*