جعلي خلافت

خلافت
خلافت

په اسلامي خلافت کې مسلمانان آزاد وي، د آمن او خپلواکي تر سيوري لاندې خپل ژوند تیروي، د مسلمانانو معزز خلک (جهادي مشران، علماء کرام، محدثين، مدرسين، واعظين) او د مسلمانانو مالونه، اولادونه، ښارونه عبادت ګاوي (مساجد، مدارس) يې خوندي وي، يو مسلمان د بل مسلمان نه مال غصب کولای شي او نه ورته ضرر رسولی شي، د اسلامي خلافت هدف دا وي، چې ټولې کړنې به يې د مسلمانانو په ګټه او د کفارو په نقص کې وي؛ مګر دلته د مستعار خلافت دعوه داران (داعشيان) په خپله د دې ذکر شويو کړنو خلاف کارونه کوي.

بحث نور نه اږدوم!

نن راځو د خوارجو له لوري اعلان شوي اسلامي خلافت ته ځواب وايو، چې أيا موجوده خلافت، خلافت دی؟ او حکم يې څه دی؟

پوښتنه دا ده: که د بعضې مشرانو مجاهدينو او علماء کرامو لخوا د دفاعي يا اِقدامي جهاد په حالت کې د خلافت اعلان وشي، په داسې حال کې چې خليفه يې په یوه ستره آزاده علاقه کې اوسیږي واک هم ورسره وي، د داسې خليفه اطاعت واجب، مستحب، مباح او که ناروا ده؟

او که اطاعت يې ناروا وي جګړه ورسره څه حکم لري؟ خصوصا د دفاعي جهاد په حالت کې (چې د مسلمانانو د كمزورتيا حالت وي) د خلافت اِعلان او خلیفه درول روا دي که نه؟

د پوښتنې په ځواب کې بايد ووايو چې د خلافت د حُکم د پیژندلو په خاطر دا ضروري نه ده، چې جهاد اقدامي دی او که دفاعي. أهمه دا ده چې (خلافت د هغه شروط، او د خليفه ذمه واري وپیژنو) حلافت يواځې نوم، دعوه او إعلان نه ده، بلکه دا يوه ډېره لويه واقعي وجيبه ده او إقامت يې جائز نه بلكي أهمه فريضه ده.

خلیفه به د ټول اُمت ديني او دنيوي چارو د سمبالولو وړتيا لري، د مسلمانانو أكثريت، علماء کرام او د جهادي لښکرو مشرانو به د خپلو چارو د واګو سپارلو بیعت ورسره کړی وي، يا به مخکيني خليفه دحلاافت وصیت ورته کړی وي، او يا به يې د خپل حلافت په علاقه کې په زور واک تر لاسه کړی وي، په دې دریو واړو صورتونو کې په دې شرط خليفه بلل كيږي چې په خلکو به پوره تسلّط لري، حکومت به ورباندي چلولای شي.

کوم خلافت چې دا وخت د خلکو په ذهن کې راځي (خوارج ،داعش یا دولة الاسلامیة) هغه په یو د همدغو شرطونو هم ندی برابر.

اول: (دومره زور ورسره نشته چې په ټوله اسلامي نړۍ بلکه يوازې د خپل حلافت په علاقه کې مسلط حکومت جوړ کړي.)

دوهم: تېر(مخکیني) خليفه ورته د خلافت وصیت نه دی کړی، لکه سلطه چې يې د اسلامي نړۍ په ډېره کمه برخه راغلي وي. دا رنګه د ټولې إسلامي نړۍ له علماوو، مخورو او جهادي مشرانو څخه يواځې څو محدودو کسانو ورسره بیعت کړی، نو دا به څنګه د ټولو مسلمانانو إسلامي حلافت وګرځي؟

داسې واک ته حلافت ويل له خپل اسلامي تاريخ نه، د پوره نا خبري دليل او ورپورې مسخرې کول دي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جعلي خلافت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*