د أفغانستان – اوزبیکستان د اورګاډي فعالیت بیرته پیلیږی

اورګاډي په واسطه له اوزبیکستان څخه افغانستان ته سوداګریزو توکو لیږد بیرته پیلیږي
اورګاډي په واسطه له اوزبیکستان څخه افغانستان ته سوداګریزو توکو لیږد بیرته پیلیږي

د افغانستان د حکومت د اورګاډي د پټلۍ اداره وايي، چې د نږدې یوې اونۍ ځنډ وروسته اوزبیکستان بیرته افغانستان سره د حیرتان له لارې د اورګاډي د پټلۍ په واسطه د سوداګریزو توکو د لیږد د پیل سره موافقه کړې ده.

د حکومت د اورګاډي د پټلۍ د ادارې ویاند عبدالسمع دراني د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۱) وویل، چې اوزبیکستان ته ددغې ادارې د مشر په مشرۍ د یو پلاوي د سفر او هلته د دغه هیواد د چارواکو سره د خبرو وروسته د حیرتان – مزارشریف له لارې د اورګاډي په واسطه به د سوداګریزو توکو د لیږد بهیر د جمعې په ورځ بیرته پیل شي.

عبدالسمع دراني امریکا غږ ته وویل، چې اوزبیکستاني لورې افغانستان ته د حیرتان څخه تر مزارشریف پورې د اورګاډي د پټلۍ د ساتنې او مراقبت د چارو د سپارلو سره هم موافقه کړې او ټاکل شوې چې په دې اړه به یو تفاهم لیک د دواړو خواو ترمنځ لاسلیک شي.

ښاغلي دراني وویل ” سر له نن څخه یعنی د جمعې د ورځې څخه به د حیرتان- مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو نورمال بهیر بیرته پیل شي”.

د اورګاډي د پټلۍ د ادارې ویاند وویل، چې افغانستان ته د حیرتان- مزارشریف د اورګاډي د پټلۍ د ساتنې او مراقبت د سپارلو د تفاهم لیک د چمتو کولو لپاره د دواړو خواو ترمنځ تخنیکي کمیټې کارکوي.

ښاغلي دراني وویل “په ټوله کې په دې موافقه وشوه، چې د حیرتان مزارشریف د اوسپنې د پټلۍ مدیریت به افغان لورې ته انتقالیږي. البته د قرارداد د تفاهم لیک د ترتیبولو لپاره د دواړو لورو له خوا تخنیکي کمیټې ټاکل شوي دي او دغه تخنیکي کمیټې به انشاالله ژرترژره د قرارداد یوه مسوده چمتو کوي”.

د اوزبیکستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د څانګې سلاکار خبریال حکمت الله عبیدالله اوف هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکي، چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لیږد بیرته پیل شوی دی.

تیره اونۍ اوزبیکستان افغانستان ته د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو مالونو لیږد د حکومت له خوا د حیرتان- مزارشریف ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د ساتنې او مراقبت په برخه کې د شوو ژمنو د نه پوره کیدلو له امله ځنډولی و.

د انټرفکس خبري آژانس د خبر له مخې د حکومت یو پلاوي د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې په ترمز کې له اوزبیکستاني چارواکو سره په کتنه کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره کې به د دغه اورګاډي د پټلۍ د ساتنې او مراقبت چارې د ۲۰۲۳ میلادي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې بشپړې شي

د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چېپه ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ۱۲۹ میلیونو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

د حکومت د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې حیرتان – مزارشریف ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د ساتنې او مراقبت تړون د یوې اوزبیکستاني شرکت سره فسخ کړ او په ځای یې د یوقزاقي شرکت سره د اوسپنې ددغې لارې د ساتنې او مراقبت تړون لاسلیک کړ.

افغانستان د ترکمنستان سره هم د اقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې او هم د ایران سره د هرات اوسپنې پټلۍ له لارې نښتی دی. خو دغه هیواد ته د روسیې او چین سره د سوداګریزو توکو د لیږد په برخه کې د اوزبیکستان لاره ترټولو لنډه لار ده. .

منبع

لومړی نظر وکړئ on " د أفغانستان – اوزبیکستان د اورګاډي فعالیت بیرته پیلیږی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*