ارمان راډیو ۲۳ کلنه شوه

💬0

ارمان راډیو ۲۳ کلنه شوه

د وري ۲۷مه د ارمان راډیو د خپرونو د پیل له کلیزې سره برابره ده.

هغه رسنۍ چې ۲۳ کاله وړاندې یې فعالیت پیل کړ او لا هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د ارمان او ارکوزیا راډیوګانو مدیر مسووله وایي چې دغه رسنۍ له کابل وروسته د هېواد نورو برخو ته هم پراخه شوې او د اورېدونکو ترمنځ یې ځانګړی ځای موندلی دی.

نوموړې ټینګار وکړ چې د دې بهیر د دوام لپاره د اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت، لا ډېر ملاتړ ته اړتیا ده.

صدف پوپلزۍ و ویل: «که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ له موږ سره نه وي، د اطلاع‌رسونې په برخه کې موږ په یوازې ځان څه نشو کولی. ډېرۍ داسې خپرونې چې د عامه پوهاوي لپاره ترسره کیږي، موږ د دوی ملاتړ ته اړتیا لرو.»

بلخوا د کابل اوسېدونکي وایي، لا هم په پوره لیوالتیا سره راډیو اوري او له همدې لارې له بېلابېلو خبرونو ځان خبروي.

دوی وایي چې راډیو تر حکومت د خلکو د ستونزو د رسولو غوره وسیله ده.

ټکسي‌ چلوونکي حیات ‌الله و ویل: «کله چې غواړم خبرونه واورم نو آرمان راډیو روښانه کوم. دا ښه راډیو ده او خپرونې یې هم ښې دي.»

د کابل بله اوسېدونکې امنه داسې وایي: «راډیو خو زه تل اورم ځکه په راډیو کې خبرونه دي او زه د راډیو له لارې له هرڅه خبرېږم. راډیو ښه رسنۍ ده.»

ټلویزیون او بیا خواله رسنیو که څه هم د راډیو لپاره سیالي ښخته کړې خو دغه غږېزه رسنۍ لا هم اورېدونکي لري.

ارمان راډیو د هغو خپرونو له لارې چې د ژوند رنګ لري، لا هم د ښار په فضا کې اورېدل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ارمان راډیو ۲۳ کلنه شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*