د استرالیا د پوځ پخوانی سرتیری افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی

د استرالیا د پوځ د ځانګړو ځواکونو قطعې (اېس ای اېس) یو سرتیری په افغانستان کې د جنګي جرمونو برخه کې له څېړنو وروسته د وژنو په تور نیول شوی دی.

۴۱ کلن اولیور شولز لومړنی استرالیايي سرتیری یا پخوانی عسکر دی چې د استرالیا د قوانینو له مخې په جنګي جرمونو تورن دی.

که پر ښاغلی شولز دا جرم ثابت شي، ښايي په عمري بند سزا محکوم شي.

نوموړی د دوشنبې پر ورځ په نیو ساوت ویلز کې ونیول شو او د سه شنبې پر ورځ به محکمې ته حاضر کړل شي.

د استرالیا د ای بي‌ سي شبکې ویلي ، ښاغلی شولز د جنګي جرمونو په یوه مستند فلم کې چې ۲۰۲۰ کال کې یادې شبکې خپور کړی و د هغه سرتیري په نامه یاد شوی چې جنګي جرمونه یې کړي دي.

دا مستند فلم ښکاروي چې دغه سرتیری په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په سویل ارزګان ولایت کې د غنمو په یوه کرونده کې پر یوه سړي ډزې کوي.

دا څېړنې د ځانګړي پلټونکې ادارې له خوا شوي، دا هغه اداره ده چې د جنګي جرمونو د ادعا وو د څېړلو لپاره د پوځ د یوه جنرال او د نیو ساوت ویلې سترې محکمې قاضي پاول بریټن په مشرۍ جوړه شوې وه.

ښاغلي بریټون په یوه رپوټ کې چې په ۲۰۲۰ کال کې یې خپور کړی و ویلي و چې “معتبر شواهد” شته چې څرګندوي چې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو سرتېرو د جګړې پر مهال افغانستان کې ۳۹ کسان په ناقانونه توګه وژلي دي.

په رپوټ کې دا هم راغلي و چې”پولیس باید د ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ کالونو تر منځ د بندیانو، بزګرانو او ملکي کسانو د وژنو په تور د ځانګړو ځواکونو له ۱۹ اوسنيو او پخوانیو سرتېرو پلټنې وکړي.”

انګېرل کېږي چې دا د یادو پلټنو په برخه کې لومړنی کس دی چې په دې تور نیول کېږي.

هغه مهال د استرالیا دفاع وزارت د دغو جنایتونو دلیل د ځینو سرتېرو تر منځ نا کنترول شوی “جنګي کلتور” یاد کړی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د استرالیا د پوځ پخوانی سرتیری افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*