
د اسلاماباد پر لور د عمرانخان د پلویانو د اعتراضونو دویمه ورځ
د پاکستان تحریک انصاف نن دوشنبه د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره د خپل اعتراضي لاریون دویم پړاو د خیبر پښتونخوا ایالت له کرک سیمې څخه د اسلاماباد پر لور پیل کړ.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، ګډونوال به له کرک څخه تر حرکت وروسته د شپې مهال کوهاټ سیمې ته ورسېږي.
د دغه لاریون لومړی پړاو د شنبې په ورځ په لکي مروت کې له ګنډي چوک څخه پیل شو او د تحریک انصاف پلویان له بېلابېلو سیمو ورسره یوځای شول.
د تحریک انصاف غړي جهانزیب خان وویل: «که اعلی وزیر ووایي چې د اسلاماباد پر لور حرکت وکړو، د اسلاماباد پر لور به ولاړ شو. دا اوږد لاریون به تر هغه دوام وکړي چې زموږ غوښتنې ومنل شي؛ یعنې تر هغه چې زموږ د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر وړاندې بېعدالتي پای ته ورسېږي.»
په همدې حال کې، د تحریک انصاف د ښځو څانګې سیمهییزې مشرې کنول اعجاز هم د هغه څه د پای ته رسېدو غوښتنه کړې چې دې د عمران خان او د هغه د کورنۍ د غړو پر وړاندې «ظلم او بېعدالتي» بللې ده.
هغې وویل: «هر کله چې غواړو د دغه ظلم پر وړاندې خپل اعتراضي غږ پورته کړو، هڅه کېږي چې زموږ غږ چوپ شي. عمران خان په ناحقه په زندان کې ساتل کېږي او ان اجازه نه ورکول کېږي چې د خپلې کورنۍ له غړو سره وګوري.»
بلخوا، د پاکستان تحریک انصاف وایي، د خبرو اترو په بهیر کې د عمران خان له ګډون پرته له پاکستان حکومت سره د روغې جوړې امکان نشته.
د تحریک انصاف عمومي منشي سلمان اکرم راجا ویلي، د عمران خان د ګډون او په خیبر پښتونخوا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د څرنګوالي پر سر اختلافونه له حکومت سره د خبرو اترو د ناکامېدو له اصلي لاملونو څخه وو.
سلمان اکرم راجا زیاته کړه: «له دې وروسته چې هر اقدام کوئ، د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلي، په دې اسمبلۍ کې موجود ګوندونه، قومي مشران او ټولنه پکې شامله کړئ او د هغوی رضایت ترلاسه کړئ. په دې صورت کې به ستاسو تګلاره اغېزناکه وي.»
دا پرمختګونه وروسته له هغې رامنځته کېږي چې د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه د پاکستان د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ خبرې اترې بېپایلې پای ته ورسېدې.
ټاکل شوې چې ګډونوال د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په اتمه، خیراباد سیمې ته ورسېږي او له هغه ځایه د اسلاماباد پر لور د خپل مسیر د دوام په اړه پرېکړه وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "د اسلاماباد پر لور د عمرانخان د پلویانو د اعتراضونو دویمه ورځ"