د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه

د اسلامي همکاريو ټولنې د دې ټولنې له غړیو هېوادونو، نورې نړۍ او مرستندويه ټولنو غوښتي، چې په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د اسلامي همکاریو ټولنې تېره شپه ( د غویی درویشتمه ) څرګنده کړې، چې د سیلابونو غمجنو پایلو د مخنیوي لپاره باید اسلامي ټولنې او له هغې بهر د خطر زنګ ووهل شي.

دغې ټولنې ویلي، چې د بېړني حالت په توګه په خپلو ټولو غړیو هېوادونو او د نړۍ له نورو هېوادونو او همدا راز له مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو خلکو سره ژر تر ژره د ژغورنې مرستې وکړي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، چې د زیانمنونکیو کورنیو او ماشومانو مخ پر زیاتېدونکی شمېر به په راتلونکیو ورځو او اوونیو کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړوونکیو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او په تخار کې له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه نده څرګنده شوې؛ خو دا مهال د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته ډېر زیان اوښتی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*