د اسماعیل کاکړ کورنۍ: نوموړی جرمني کې د مسموم‌کېدو له امله مړ شوی

💬0

د اسماعیل کاکړ کورنۍ: نوموړی جرمني کې د مسموم‌کېدو له امله مړ شوی

د افغانستان د کورش ملي فدراسیون د پخواني لوبغاړي، اسماعیل کاکړ کورنۍ وایي چې نوموړی څه موده وړاندې په جرمني کې د طبیعي مرګ له امله نه، بلکې د مسموم‌کېدو له کبله مړ شوی دی.

د هغه کورنۍ د افغانستان د ورزش ادارې او د جرمني له عدلي او قضایي بنسټونو غواړي چې دا قضیه په جدي توګه وڅېړي او احتمالي عاملان یې وپېژني.

د اسماعیل کاکړ ورور، ابراهیم کاکړ طلوع‌نیوز ته وویل: «هغه اسناد چې موږ د برلین له روغتون څخه ترلاسه کړي، ښيي چې د اسماعیل کاکړ مړینه طبیعي نه، بلکې غیرې طبیعي وه. موږ د کندز د کورش فدراسیون، د ورزش ادارې او اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې دا قضیه تعقیب کړي.»

د کندز د کورش فدراسیون رییس، انور انورجي وویل: «له اسلامي امارت حکومت څخه غوښتنه کوو چې دا قضیه په جدي توګه وڅېړي.»

بلخوا، د ورزش ادارې او د افغانستان د سامبو او کورش ملي فدراسیون مسوولان، د اسماعیل کاکړ پر مړینه خواشیني څرګندوي او وایي چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې به دا موضوع له اړوندو مراجعو سره تعقیب کړي.

د افغانستان د سامبو او کورش ملي فدراسیون رییس، سید محمود ضیا دشتي وویل: «د اتل اسماعیل کاکړ مړینه غیرې طبیعي ده. هغه اسناد چې د جرمني له عدلي طب څخه ترلاسه شوي، ښيي چې نوموړي د مسموم‌کېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی.»

همدارنګه افغانستان د ورزش ادارې ویاند، اتل مشواڼي هم وویل: «موږ هڅه کوو چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې دا موضوع تعقیب شي، څو د دې پېښې اصلي لامل معلوم شي. د ورزش اداره به په دې برخه کې له خپلې وسې هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.»

اسماعیل کاکړ، د افغانستان د کورش پخوانی ملي لوبغاړی، شاوخوا دوه میاشتې مخکې په جرمني کې وفات شو او جسد یې وروسته افغانستان ته ولېږدول شو.

هغه د خپل ورزشي ژوند پر مهال په کورش او جودو کې په کورنیو او نړیوالو سیالیو کې ګڼ شمېر مډالونه ګټلي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اسماعیل کاکړ کورنۍ: نوموړی جرمني کې د مسموم‌کېدو له امله مړ شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*